د پاکستان په ډیره غازی خان کې ۹ طالبان ووژل شول
Apr 14, 2017 11:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپرو راکوی د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر نن وویل د پنجاب صوبې په ډیره غازی خان کې د امنیتی عسکرو او ترهه ګرو ترمینځ په نښته کې لږ تر لږه ۹ طالبان او ۳ امنیتی عسکر هم وژل شوی دی . په دغه نښته کې دوه امنیتی عسکر هم ژوبل شوی دی .
په لاهور کې هم د تیرې خالی په ورځ داعش پورې تړلی د جماعت الاحرار د تکفیری ډلې لس غړی هلاک شوی وو .
د جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی په شمول ترهه ګرې ډلې د پاکستان د شیعه مسلمانانو په شمول د دغه هیواد د زرګونو کسانو په وژله کې لاس لری .
ټیګونه