د پاکستان بلوچستان د امنیت او سولې په لاره کښې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د سیاسی پخوله ینې د ټینګېدو په لړ کښې د حکومت په سلګونو وسله وال مخالفان د دغه هېواد چارواکو ته تسلیم شول.
د ډان خبری سائیټ د رپوټ له مخې، د «بلوچستان ری پبلک آرمی» او «بلوچ لېبرېشن آرمی» په شمول د پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو څلور سوه څلور دېرش غړیو خپلې وسلې په زمکه کېښودې.
دغه کسان په کوئټه، دره بوګټی، سوئی او د بلوچستان صوبې په نورو برخو کښې په سرکاری تاسیساتو باندې په حملې تورن دی. د پاکستان د بلوچستان صوبې د یو لوړ رتبه چارواکی د وېنا له مخې د حکومت له یو نیم زرو نه زیات وسله وال مخالفین تسلیم شوی دی.
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د سولې د ټینګښت لپاره کوششونه څوکاله مخکې شروع شوی وو خو څه نتیجه یې نه وه ورکړې. له دې وروسته په دغه صوبه کښې بلوچانو وویل چې له پاکستانه د بیلېدو اراده نه لری. د بلوچستان ری پبلک آرمی ګوند په شمول د حکومت مخالفو وسله والو ډلو د اسلام آباد له حکومت سره د نېغ په نېغه خبرو لپاره خپله آمادګی څرګنده کړه. له حکومت سره د روغې جوړې لپاره د مخالفو بلوچو ډلو یوه مهمه وجه په تېر کلونو کښې د جنګ ستومانه کېدنه ده چې د دغې سیمې خلق یې هم له جنګه ستړی کړی دی. له دې نه علاوه د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د مخالفو ډلو مهم مشران له هېواده په بهر کښې او برطانیه کښې ژوند کوی چې د دغې صوبې خلق یې یو ډول د جنګ له دوام څخه د هغوی د نیابت او اهدافو په اړه شکمن کړی دی. په همدې وجه د بلوچ مخالفو ګوندونو او ډلو مشرانو د رویې په یو بدلون کښې وویل چې د بلوچستان مسائل په زور او یرغل سره هیڅکله هوارېدونکی نه دی او یوازې پکار دی د خبرو اترو لاره په مخکې ونیولې شی.
په بلوچستان صوبه کښې د پاکستان د حکومت او مخالفانو د سوله غوښتونکې تګلارې په اړه دوه موضوع ګانې د پام او غور وړ دی. وړومبې دا چې د پاکستان حکومت له چین سره د تجارتی ارتباطی پل په توګه په بلوچستان صوبه کښې د ګوادر بندر په بدلېدو سره په دې اړه د پراختیا او ودې د پروګرامونو د عملی کولو لپاره په دغه صوبه کښې د ارامښت ټینګښت ته ضرورت لری. که څه هم د پاکستان فوځ په ځلونو ویلی دی چې د ګوادر بندر او د هغه د ارتباطی لارو د امنیت د ټینګښت توانمنی او وس لری خو د اسلام آباد حکومت ښه پوهیږی چې تر هغه چې په بلوچستان صوبه کښې مخالفې وسله والې ډلې په تېره بیا د بوګټیانو ډلې په دغې مسئله کښې غاړه کېږندی نو له چین سره د ګوادر بندر په اړه د اقتصادی ترقۍ د پروګرام عملی کېدل ممکنه نه دی. له دې امله چې بلوچستان صوبه یوه ډېره فقیره او مسکینه او په عېن حال کښې د پاکستان ډېره پراخه او ویړه صوبه ده په وروستیو کلونو کښې د پاکستان د مرکزی حکومت لخوا د دغې سیمې حالت ته پاملرنه شوې ده چې د بلوچستان صوبې د خلقو د معیشتی حالت له ښه کولو سره د مرستې ترڅنګه د روزګار په پېدا کولو سره له مخالفو وسله والو ډلو سره د دغې صوبې د ځوانانو د یوځاے کېدو مخنیوے وکړی. نو ځکه داسې ښکاری چې د پاکستان د مرکزی حکومت او د بلوچو وسله والو ډلو ترمېنځ د احتمالی موافقې اصلی محور ګوادر بندر او د دغې صوبې لپاره د پاکستان د حکومت اقتصادی پروګرامونه دی. د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په دې وروستیو کښې بلوچستان صوبې ته په سفر کښې د امنه بلوچستان د منصوبې په نامه د یوې منصوبې خبر ورکړ چې د هغې په قالب کښې به د ګوادر بندر او د دغه هېواد د مختلفو سیمو ترمېنځ د ارتباطی لارو په شمول د پاکستان د دغې ډېرې بې برخې صوبې د ترقۍ او پرمختګ لپاره د پراختیا او بنیادی مراکزو څو طرحې اجرا شی. د بلوچستان صوبې د امنیت او په دغه صوبه کښې د سولې د ټینګښت د ضرورت په اړه دویمه موضوع د ورانکارۍ او بالاخره د دغې صوبې د تقسیم لپاره د افغانستان له استخباراتی ادارو سره د هند د استخباراتی ادارې « را» له احتمالی ملګرتیا څخه د پاکستان د حکومت اندېښنه ده. ځکه چې کابل او نوے ډیلے اسلام آباد له خپلو مخالفو او وسله والو ډلو څخه په ملاتړ تورنوی او ځینو ټولنو د پاکستان په خلاف د افغانستان او هند د ورته مقابلې د احتمال خبره کړې ده چې د پاکستان د حکومت د چارواکو د اندېښنې او خبرداریو سبب شوې ده.
نو په دې بنیاد د دغه هېواد حکومت کوشش کوی چې په بلوچستان صوبه کښې د سولې د چلند په مخ بیائلو سره په دغه صوبه کښې تاوتریخوالو او ناارامیو ته د لمن وهلو لپاره د افغانستان او هند د هر ډول احتمالی دسیسه شنډه کړی.
------------