دپاکستان دلومړی وزیر اخلاقی حیثیت ختم شوی .
-
داصف علي زرداري د بصیرت مثال هیڅ ځاې نه ملاویږي او هغه پیپلز ګوند چې دیکتاتورو ورباندې هیڅ ونکړ تباه کړ .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دسیند صوبې په دادو سیمه کښې یوې غونډې ته وویل دپاناما دمالی رسواۍپه اړه د سترې محکمې له فیصلې وروسته د لومړی وزیر نوازشریف اخلاقی حیثیت ختم شوی او یو(۱) مجرم د هیواد لومړی وزیر نشی کیدلای .
عمران خان وویل د پاکستان دپیپلز ګوند مشر اصف علی زرداری زه نا پوه کس بللی یم خو هغه خپله تجربه وګوری چې له کبله یې پیپلز ګوند تباه کړی دی او دڅلورو صوبو ګوند یې یو(۱) کوچنی ګوند جوړ کړ او خدای مو دې له داسې عقلمندو سیاستوالانو بچ کړی .
هغه وویل دسترې محکمې دفیصلې په وجه دخدای پاک مننه کوو او اوس نوازشریف د لومړی وزارت په څوکۍ د پاتې کیدا اخلاقی حق له لاسه ورکړی دی .
عمران خان وویل داصف علی زرداری د بصیرت مثال هیڅ ځاې نه ملاویږی او هغه پیپلز ګوند چې دیکتاتورو ورباندې هیڅ ونکړ تباه کړ .
دغه راز د تحریک انصاف بل مشر شاه محمود قریشی هم وویل سترې محکمې په کامل ډول نواشریف ته برائت نه دی ورکړی او د انصاف تقاضا داده چې لومړیز وزیر استعفا ورکړی .