دایران او پاکستان ترمینځ دې تجارتی آسانتیاوې زیاتې شی
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دایران د تجارتی ، صنائعو کانونو او کرهڼیزو چارو دکوټې مشر غلام حسین شافعی نن په تهران کې دپاکستان دولسی جرګې له مشر سردارآیاز صادق سره په کتنې کې دایران او پاکستان ترمینځ د دنیغ په نیغه مالی او بانکی ارتباط په ټینګولو ، په ترجیحی تجارت کې د ټرفونو دکمولو او دتاجرانو لپاره د ویزو دمشکل پر ختمولو ټینګار وکړ .
هغه په دغې کتنې کې وویل دایران او پاکستان ترمینځ په اقتصادی حوزې کې ډیر زیات ظرفیّتونه شته دی چې باید له هغو د دواړو هیوادونو داقتصادی اړیکو دلوړولو لپاره استفاده وشی .
غلام حسین شافعی دایران او پاکستان ترجیحی تجارت ته په اشارې سره وویل ،دانرژۍ حوزه ، کرهڼې ، ټرانسپورټ ، دقالیو او کپړو صنعت ، خوراکی ،کیمیکل مواد او کانونه هغه حوزې دی چې د دواړو هیوادونو په اقتصادی اړیکو کې ورته خاص پام کیدلی شی . هغه په تهران او اسلام اباد کې د دواړو هیوادنوو دګډې تجارتی کوټې دجوړیدا په ضرورت په ټینګار سره هیله وښودله ، دپاکستان حکومت د دواړو هیوادونو داقتصادی اړیکو غوټه پرانیستلی شی.
دپاکستان دولسی جرګې مشرسردارآیازصادق هم په دغې کتنې کې دایران اوپاکستان اقتصاد دیوه بل بشپړونکی وباله او وې ویل ، هیواد ئې ، چین ته دایران د واردیدو دروازه ده او ایران دپاکستان له لارې چین او مینځنۍ آسیا هیوادونو سره یو ځای کیدلی شی .