پاکستان د جماعت الاحرار درې غړی ونیول
Apr 25, 2017 16:57 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتی ځواکونو د ترهه ګرۍ په ضد عملیاتو کې د جماعت الاحرار درې ترهه ګر ونیول.
زمومږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان د ترهه ګرۍ ضد ادارې نن وویل ددغه هیواد امنیتی ځواکونو د جماعت الاحرار درې ترهه ګر په پنجاب صوبه کې پّه ګوجرانواله کې نیولې دی.
له دغه ترهه ګرو یو لړ وسله او چاودیدونکی مواد هم لاس ته راغلې دی.
په پاکستان کې د ضرب عضب له عملیاتو وروسته امنیتی ځواکونو د رد الفساد په نامه جدی عملیات پیل کړل چې تر اوسه پکې د تکفیری دلو منجمله سپاه صحابه، جماعت الاحرار او لشکر جنګوی په سلګونو کسان وژل شوې دی.