په پاکستان کښې د طالب ډلې یو لوړ رتبه سرغنه ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46236-په_پاکستان_کښې_د_طالب_ډلې_یو_لوړ_رتبه_سرغنه_ووژل_شو
د افغانستان د طالب ډلې یو لوړ رتبه سرغنه د پاکستان په پېښور کښې د ناپېژندل شویو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2017 07:39 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د طالب ډلې یو لوړ رتبه سرغنه ووژل شو

د افغانستان د طالب ډلې یو لوړ رتبه سرغنه د پاکستان په پېښور کښې د ناپېژندل شویو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې طالب ډلې نن وویل: د دغې ډلې یو قوماندان او په افغانستان د طالبانو په دوران کښې د کابل پخوانے ولسوال مولوی دواوود د هغه په موټر باندې د ناپېژندلو شویو کسانو په ډزو سره ووژل شو.

ویل کیږی دغه حمله په پېښور کښې د شمشتو نومې مهاجر کېمپ سره نزدې وشوه.

څو ورزې مخکې هم د مولوی داوود یو نزدې مرستیال په همدغه سیمه کښې ووژل شو.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې خو طالب ډله وائی چې کېدې شی داعش ترهه ګرې ډلې د مولوی داوود په وژله کښې لاس لرلے وی.