د پاکستان د حکومت او ترهه ګرو په خلاف مظاهرې
د پاکستان شیعه ؤ د دغه هېواد په کراچۍ ښار کښې پرون د جمعې له نمانځۀ وروسته د ترهه ګرو عملیاتو په مخنیوی کښې د پاکستان د حکومت په ناکامۍ باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په دغو مظاهرو کښې چې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین په غوښتنه د شیعه ؤ د وژلې په خلاف وشوې مظاهرچیانو د دغه هېواد د وزیراعظم نواز شریف او د طالب، داعش، جماعت الاحرار او لشکر جهنګوی ترهه ګرو ډلو په خلاف نعرې ووهلې.
د علامه مبشر حسن، علامه احسان دانش او علی حسېن نقوی په شمول شیعه علماو په خپلو وېناګانو کښې د پاکستان د شیعه ؤ د قتل عام په وړاندې د دغه هېواد د حکومت په خاموشۍ نیوکه وکړه او وې ویل، د اسلام آباد حکومت پکار دی د جماعت الاحرار او طالب تکفیری ډلو ویاند احسان ا... احسان پانسی کړی ځکه چې هغه د پاکستان د شیعه ، سنی او نورو بې ګناه انسانانو په قتل عام کښې رول لری.
دغو علماو همدارنګ د نواز شریف له حکومته وغوښتل چې د زائرینو مسائل دې هوار کړی او د پاکستان د شیعه ؤ د امنیت ساتنه دې وکړی.
څو ورځې مخکې د پاکستان په شیعه مېشته پارا چنار ښار کښې په ترهه ګره حمله کښې لږ تر لږه لس شیعه مسلمانان ووژل شول او له یولسو نه زیات ژوبل شول.