په زرهاو پاکستانیان د عربستان په جیلونو کښې بندیوان دي
د عربستان جیلونه له پاکستانیانو ډک دي او ځیني هم د تنخوا او حقوقو د نه ترلاسه کولو په وجه پاکستان ته ستانه شوي دي.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن هغو سلو پاکستاني کارګرانو چې له سعودي عربستان څخه ستانه کړی شوي دي، د لاهور په هوايي ډګر کښې د اسلام آباد له حکومته وغوښتل چې په عربستان کښې د پاکستان زندانیانو د آزادۍ لپاره لاس په کار شي.
دغو پاکستاني کارګرانو وویل: نن سبا په زرهاو پاکستاني کارګران په غیرقانوني توګه د عربستان په جیلونو کښې زنداني دي.
خبر زیاتوي: کله چې پاکستاني کارګران په عربستان کښې د خپلو میاشتنیو تنخواګانو غوښتنه کوي، عربستاني چارواکي یې جیلونو ته لیږي.
دا په داسې حال کښې دي چې په زرهاو پاکستاني کارګرانو په عربستان کښې د کار په بدل کښې د خپلو تنخواګانو د نه ترلاسه کولو په وجه دغه هیواد پریښی او پاکستان ته تللي دي.
څه باندې دوه نیم میلیونه پاکستانیان نن سبا په عربستان کښې اوسیږي.