داعش په پیښور کښې طالب قومندان وژلی
Apr 30, 2017 11:59 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو یو لوړرتبه قومندان د پاکستان په پيښور کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په نښته کښې ووژل شول.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد په پاکستان کښې د داعش ډلې له ترهګرو سره په نښته کښې د خپلې ډلې د یو جګ پوړي قومندان مولوي داود د وژل کیدو خبر ورکړ.
داعش د دې حملې د مسئولیت په منلو سره ویلي چې د افغانستان د طالبانو دوه نور مشران هم وژل شوي دي.
ټیګونه