تحریک انصاف د پاکستان د وزیراعظم په استعفا یوځل بیا تاکید وکړ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو ځل بیا د دغه هېواد د وزیراعظم په څنګته کولو تاکید وکړ.
د سماء چېنل د سائیټ د رپوټ له مخې عمران خان پرون د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د زرګونو پلویانو په غونډه کښې یو ځل بیا د دغه هېواد د وزیراعظم محمد نواز شریف د استعفا او له اقتداره د هغه د څنګته کېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند حامیانو همدرانګ په کراچۍ ښار کښې لاریون وکړ. عمران خان له وزیر اعظم نه علاوه د حکومت په انډیوالانواو د پاکستان په پیپلز ګوند هم نیوکې وکړې.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر چې له دې مخکې یې ادعا کړې وه چې د نواز شریف حکومت ورته د پانامه لیکس د مالی تور د کېس د پرېښودو لپاره د یو میلیارډ روپو رشوت ورکولو وړاندیز کړے دے په دې اړه د پاکستان د حکومت تکذیبیه بې نبیاده وبلله.
عمران خان تاکید وکړ چې په عدالت کښې به اعلان وکړی چې د حکومت لخوا ورته چا د یو میلیارډ روپو رشوت ورکولو تجویز وړاندې کړے دے.