تحریک انصاف د پاکستان د وزیراعظم په استعفا یوځل بیا تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46468-تحریک_انصاف_د_پاکستان_د_وزیراعظم_په_استعفا_یوځل_بیا_تاکید_وکړ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو ځل بیا د دغه هېواد د وزیراعظم په څنګته کولو تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2017 14:47 Asia/Kabul
  • تحریک انصاف د پاکستان د وزیراعظم په استعفا یوځل بیا تاکید وکړ

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو ځل بیا د دغه هېواد د وزیراعظم په څنګته کولو تاکید وکړ.

د سماء چېنل د سائیټ د رپوټ له مخې عمران خان پرون  د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د زرګونو پلویانو په غونډه کښې  یو ځل بیا د دغه هېواد  د وزیراعظم محمد نواز شریف د استعفا او له اقتداره د هغه د څنګته کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند حامیانو همدرانګ په کراچۍ ښار کښې لاریون وکړ. عمران خان له وزیر اعظم نه علاوه د حکومت په انډیوالانواو د پاکستان په پیپلز ګوند هم نیوکې وکړې.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر چې له دې مخکې یې ادعا کړې وه چې د نواز شریف حکومت ورته د پانامه لیکس د مالی تور د کېس د پرېښودو لپاره د یو میلیارډ روپو رشوت ورکولو وړاندیز کړے دے په دې اړه د پاکستان د حکومت تکذیبیه بې نبیاده وبلله.

عمران خان تاکید وکړ چې په عدالت کښې به اعلان وکړی چې د حکومت لخوا ورته چا د یو میلیارډ روپو رشوت ورکولو تجویز وړاندې کړے دے.