د پاکستان د استخباراتو مشر کابل ته لاړ
د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (آيي، ایس، آيي) مشر نوید مختار د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان پلازمینې کابل ته ورسید.
کابل ته د آيي ایس آيي د مشر دا سفر په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د پارلیمان مشر سردار ایاز صادق په دې وروستیو کښې په کابل کښې له افغان چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
ایاز صادق ویلي وو چې د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه به د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د دغه هیواد د ملي وحدت د حکومت اجراییه رییس عبدا... عبدا... ډیر زر له اسلام آباده کتنه وکړي او د سولې بندې شوې خبرې اترې به یوځل بیا پيل شي.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت ا... نبیل ویلي وو چې د پاکستاني چارواکو دا تازه سفرونه د افغانستان د حکومت د غولولو لپاره دي څو د اسلام آباد پر حکومت د امریکې دباونه کم شي.