پاکستاني چارواکو د ایرن شهید شویو پوله ساتو ځواکونو ته احترام وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46604-پاکستاني_چارواکو_د_ایرن_شهید_شویو_پوله_ساتو_ځواکونو_ته_احترام_وکړ
د تیرې اونۍ په چارشنبې جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ له پاکستان سره د ایران په ګډه پوله کښې په حملې سره نهه ایراني پوله ساتونکي شهیدان او دوه یې زخمي کړل او ویل کیږي چې یو سرحدي ځواک یې په زخمي حالت کښې پاکستان ته تښتولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2017 07:39 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکو د ایرن شهید شویو پوله ساتو ځواکونو ته احترام وکړ

د تیرې اونۍ په چارشنبې جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ له پاکستان سره د ایران په ګډه پوله کښې په حملې سره نهه ایراني پوله ساتونکي شهیدان او دوه یې زخمي کړل او ویل کیږي چې یو سرحدي ځواک یې په زخمي حالت کښې پاکستان ته تښتولی دی.

د پاکستان د بلوچستان صوبې یوشمیر چارواکو او شخصیتونو په کویټه کښې د ایران په سرکنسولګرۍ کښې په راغونډیدو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوله ساتو ځواکونو لوړمقام ته احترام وکړ.

د پاکستان یوه ډله مسئولانو او چارواکو په کویټه کښې د ایران په قونصلیټ او په اسلام آباد کښې د ایران په سفارت کښې په شتون او د ایران د اسلامي جمهوریت له ولس او حکومت سره د خواخوږۍ څرګندولو او تسلیت په ویلو سره د پوله ساتو ځوکونو مقام او د دغو شهیدانو کورنیو ته احترام وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني هم د پاکستان وزیراعظم ته په یو لیک کښې د دغه هیواد له خاورې څخه پر ایران د ترهګرو بریدونو له تکراره د اندیښنې څرکندولو په ترڅ کښې له نوازشریفه غوښتي دي چې د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو د ساتلو او لوړولو لپاره د دغو بریدونو عاملان ونیسي او سزا ورکړي.

د ویلو ده ې د تیرې اونۍ په چارشنبې جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ له پاکستان سره د ایران په ګډه پوله کښې په حملې سره نهه ایراني پوله ساتونکي شهیدان او دوه یې زخمي کړل او ویل کیږي چې یو سرحدي ځواک یې په زخمي حالت کښې پاکستان ته تښتولی دی.