په پاکستان کښې د ترهګرۍ په شک اتلس کسان نیول شوي دي
May 03, 2017 11:34 Asia/Kabul
د پاکستان د امنیتي ځواکونو په رد الفساد نومې عملیاتو کښې له ترهګرو ډلو سره د ملګرتیا په شک اتلس کسان ونیوی شول.
د جیو ټي وي چینل د خبر له مخې له دغه شمیر کسانو څخه لس تنه د پنجاب صوبې په لودهران ښار کښې او اته تنه نور د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کښې نیول شوي دي.
دغه کسان تورن دي چې د پنجاب او بلوچستان صوبو په ترهګرو عملیاتو او د بیګناه انسانانو په وژله کښې یې لاس درلودلی دی.
ټیګونه