افغان ځواکونه زمونږ مسلمان وروڼه دي
پاکستان وايي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تاوان خوښ نه یو ځکه چې هغوي هم زمونږ مسلمان وروڼه دي.
د پاکستان د ایف سي ځواک یو قومندان جنرال ندیم احمد ویلي چې د پاکستان او افغان ځواکونو ترمینځ د وړمې ورځې په نښته کښې د افغان ځواکونو پنځه پوسټې ویجاړې شوې چې پکښې له پنځوسو زیات افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول او څه باندې سل نور زخمي شوي دي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په تاوان خوښ نه یو ځکه چې هغوي هم زمونږ مسلمان وروڼه دي.
جنرال ندیم احمد د بلوچستان صوبې په چمن کښې د افغان ځواکونو لخوا د تیري په هکله وویل چې د افغانستان پوله ساتو ځواکونو په لقمان کلي او جهانګیر کلي کښې له تیرو څلورو ورځو په روان د سرشمیرنې په کار کښې خنډ واچوه. هغه ادعا وکړه چې افغان ځواکونه د پاکستان خاورې ته ننوتي او د خلکو کورونه یې نیولي وو او هلته مورچه شوي وو. جنرال ندیم احمد وویل: د مۍ د پنځمې په سهار مونږ له افغان ځواکونو خپلې سیمې بیرته ونیولې چې ورپسې افغان حکومت د جنګ بندولو غوښتنه وکړه.
هغه همداشان وویل چې ملکي خلکو او کورونو ته د زیان رسیدو له ویرې درنه وسله ونه کاروله شوه، یوازې له کومو سنګرونو او پوسټو کښې پر پاکستان ډزې کیدې هغه مو په نښه کړې.
د پاکستان دغه امنیتي چارواکي وویل: د پاکستان پر بین المللي سرحد بحث نه شي کیدی او هیڅ ډول خلاف ورزي نه منو.