د پاکستان دفاع وزیر افغانستان ته خبردارے ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46928-د_پاکستان_دفاع_وزیر_افغانستان_ته_خبردارے_ورکړ
د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان ته خبردارے ورکړ چې له پاکستان سره په پوله ایزو سیمو باندې د افغانستان د حملې د تکرار په صورت کښې به اسلام آباد بالمثله مقابله وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2017 14:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان  دفاع وزیر افغانستان ته خبردارے ورکړ

د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان ته خبردارے ورکړ چې له پاکستان سره په پوله ایزو سیمو باندې د افغانستان د حملې د تکرار په صورت کښې به اسلام آباد بالمثله مقابله وکړی.

د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې خواجه اصف ادعا وکړه د کابل چارواکی د عامه ذهنونو د غولولو او د خپل کورنی امنیت په ټینګولو کښې د ناتوانۍ د پټولو لپاره د پاکستان د پولو په لوری ډزې کوی.

د پاکستان د دفاع وزیر پوله ایزه جګړه له هند سره د افغانستان د نزدیو تعلقاتو نتیجه وبلله او تاکید یې وکړ، د دغو حملو د تکرار په صورت کښې به د پاکستان فوځ سخت ځواب ورکړی.

خواجه آصف زیاته کړه، پاکستان په تېرو دریو کلونو کښې له افغانستان سره د تعلقاتو د ښه کولو لپاره هلې ځلې کړې دی خو کابل له اسلام آباد سره د تعلقاتو له ښه کولو سره څه دلچسپی نه لری.

هغه وویل، د اسلام آباد او کابل حکومتونه له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په وړاندېنۍ کرښه کښې شتون لری او امید لروو چې په خپلو کښې په ملګرتیا سره به د ترهه ګرۍ په سپېره ښکارنده باندې بریالی شوو.

دوه ورځې مخکې افغان او پاکستان ځواکونه د سپین بولډک په پوله ایزه سیمه کښې ښکېل شول چې د دواړو خواو په یو شمېر سرتاوانونو سره  له یولسو ګېڼتووروسته دغه جګړه ختمه شوه.