د پاکستان دفاع وزیر افغانستان ته خبردارے ورکړ
د پاکستان د دفاع وزیر افغانستان ته خبردارے ورکړ چې له پاکستان سره په پوله ایزو سیمو باندې د افغانستان د حملې د تکرار په صورت کښې به اسلام آباد بالمثله مقابله وکړی.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې خواجه اصف ادعا وکړه د کابل چارواکی د عامه ذهنونو د غولولو او د خپل کورنی امنیت په ټینګولو کښې د ناتوانۍ د پټولو لپاره د پاکستان د پولو په لوری ډزې کوی.
د پاکستان د دفاع وزیر پوله ایزه جګړه له هند سره د افغانستان د نزدیو تعلقاتو نتیجه وبلله او تاکید یې وکړ، د دغو حملو د تکرار په صورت کښې به د پاکستان فوځ سخت ځواب ورکړی.
خواجه آصف زیاته کړه، پاکستان په تېرو دریو کلونو کښې له افغانستان سره د تعلقاتو د ښه کولو لپاره هلې ځلې کړې دی خو کابل له اسلام آباد سره د تعلقاتو له ښه کولو سره څه دلچسپی نه لری.
هغه وویل، د اسلام آباد او کابل حکومتونه له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په وړاندېنۍ کرښه کښې شتون لری او امید لروو چې په خپلو کښې په ملګرتیا سره به د ترهه ګرۍ په سپېره ښکارنده باندې بریالی شوو.
دوه ورځې مخکې افغان او پاکستان ځواکونه د سپین بولډک په پوله ایزه سیمه کښې ښکېل شول چې د دواړو خواو په یو شمېر سرتاوانونو سره له یولسو ګېڼتووروسته دغه جګړه ختمه شوه.