د پاکستان په پوله کښې له شیعه زائرینو سره بدسلوکی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47070-د_پاکستان_په_پوله_کښې_له_شیعه_زائرینو_سره_بدسلوکی
په لسګونو پاکستانی زائرین چې په ایران او عراق کښې د شیعه د مقدسو ځایونو له زیارتونو وروسته خپل هېواد ته د ستنېدو په حال کښې وو، له ډېرو ورځو راهسې د پاکستان په تفتان پوله ایز ښارګوټی کښې په ډېرو بدو حالاتو کښې ایسار کړې شوی او خپلو سیمو ته د تلو اجازه ورته نه ورکولې کیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2017 09:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پوله کښې له شیعه زائرینو سره بدسلوکی

په لسګونو پاکستانی زائرین چې په ایران او عراق کښې د شیعه د مقدسو ځایونو له زیارتونو وروسته خپل هېواد ته د ستنېدو په حال کښې وو، له ډېرو ورځو راهسې د پاکستان په تفتان پوله ایز ښارګوټی کښې په ډېرو بدو حالاتو کښې ایسار کړې شوی او خپلو سیمو ته د تلو اجازه ورته نه ورکولې کیږی.

مظلوم پاکستانی شیعه مسلمانان چې د  زیاتو سختیو او د مالی مشکلاتو باوجود په عراق کښې د مقدسو مزاراتو او د ایران په مشهد مقدس ښار کښې د شیعه ؤ د اتم امام د حرم له زیارت کولو وروسته د ستنېدو په وخت د ایران له پولې نه له تېرېدو سره سم د پاکستان په تفتان پوله ایز ښار کښې ورسره په ځلونو بدسلوکونه شوی او د دغه هېواد د حکومت لخوا قېد کړې شوی دی. دغه زائرین چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دی پینځلس ورځې وشوې چې د تفتان په شان ښارګوټی کښې د ژوند له وړومبنیو ضروریارتو او امکاناتوڅخه بې برخې دی ګیر شوی دی او د پاکستان حکومت ورته د سېکورټی مسائلو د خیال ساتنې په بهانه له دغه ښار څخه د تلو اجازه نه ورکوی. تفتان ښارګوټې چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په بیابانی سیمه کښې شتون لری د مختلفو ترهه ګرو حملو او د لسګونو شیعه ؤ د شهادت ځاے دے چې د دغو مظلومو شیعه ؤ بې سرپناه والی ته په پام سره د هغوی په خلاف د دهشتګردانه حملو خطر زیاتیږی. دغو زائرینو د دوو هفتو له تېرېدو او د هغوی حالت ته د پاکستان د حکومت له بې پامۍ وروسته په اصلی پوله ایز سړک کښې په پرلت غزونې سره هغه تړلے دے او له تفتان څخه د وتلو او خپلو کورونو ته د تلو د اجازت لپاره د پاکستان د حکومت د جدی اقدام په طمه دی.

د پاکستان د شیعه ټولنو او دینی علماو د زیاتو کوششونو باوجود د دغه هېواد حکومت هیڅکله د مقدسو زیارتونو د زائرینو د امنیت د ټینګښت او رفاه لپاره څه جدی ا قدام نه دے کړے.

له دې مخکې هم د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په ورځو کښې د پاکستانی زائرینو لخوا زیاتې ګیلې او شکوې مطرح شوې چې د پاکستان د خلقو لږ تر لږه مدنی  حقوقو ته د دغه هېواد د حکومت د بې پامۍ په وجه دی. دا وړومبنے ځل نه دے چې له ایران څخه د ستنېدو په وخت په پوله کښې د پاکستان له شیعه زائرینو سره بد سلوک کیږی. هغوی د ستنېدو په وخت په لاره کښې یا د  لشکر جهنګوی او سپاه صحابه په شان د ترهه ګرو او فرقه پالو ډلو د عناصرو د حملو هدف ګرځی او یا د پاکستان د پوله ساتونکو ځواکونو لخوا ورته ازار او اذیت رسول کیږی. د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د زائرینو په بس باندې په وروستۍ حمله کښې لږ تر لږ دېرش تنه شهیدان شول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل وو. د ایران له اسلامی جمهوریت څخه د ستنېدو په وخت  د شیعه زائرینو حالت ته د پاکستان د حکومت د چارواکو بې پامۍ د پاکستان د خلقو قهر راپرولے دے.

په دې لړ کښې د پاکستان د اسلامی تحریک ګوند مشر علامه سید ساجد علی نقوی او د مجلس وحدت اسلامی ګونډ عمومی سېکتر علامه راجه ناصر عباس جعفری په تفتان کښې د شیعه زائرینو د وژلې او له هغوی سره د بدسلوک په غندلو سره د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د هغوی په حالت دې غور وکړی.

د پاکستان یو دینی عالم او او مبلغ سید موسی رضا نقوی هم له پاکستانی زائرینو سره د دغه هېواد د پوله ساتونکو په بدسلوک باندې په اعتراض کښې وویل: په کال کښې د حضرت امام رضا (ع) په میلینونو پاکستانی عاشقان ایران ته سفر کوی چې په پاکستانی سیمه کښې له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کیږی چې تر ټولو مهم یې امنیتی مسائل دی. زائرین له کوئټې ښار نه د ایران پولې ته تر رسېدو پورې له زیاتې ناامنۍ سره مخامخ کیږی. په پوله کښې هم پاکستانی پوله ساتونکی د هغوی لپاره زیات مزاحمتونه او مشکلات رامنځته کوی. له پاکستان څخه د زائرینو د وړلو لپاره هم د بسونو داسې ډرائیوران په نظر کښې نیول کیږی چې له بې حیائۍ نه د ډکو هندی فېلمونو د ښودلو په شمول داسې نامناسبه اقدامات کوی چې د زیارتونو او زیارت کوونکو له حالاتو سره سمون نه خوری او زائرین له روحی او نفسیاتی لحاظه زوروی. له دې نه علاوه که څوک زائر په لاره کښې بیمار شی نو بس ورته په لاره کښې نه اودریږی او زائرین دا ګیله کوی چې د ډرائېورانو سلوک ورسره ښه نه دے. دا په داسې حال کښې دی چې هغوی د سفر لپاره پېسې ورکوی او دا امید لری چې د پاکستان حکومت به هم د هغوی د رفاهی حالت په اړه مرسته وکړی.

د پاکستان په پوله کښې له شیعه زائرینو سره بدسلوک د څو هدفونو او مقصدونو لپاره کیږی وړومبے دا چې دغه ډول چلندونه د پاکستان له شیعه ؤ سره د سختۍ لپاره د سعودی او وهابی ټولنو له هیلو څخه د اثر په وجه کیږی. دویم دا چې د مقدسو زیارتونو د سفر د بیو په اوچتولو سره د ایران اسلامی جمهوریت د زیارتونو لپاره د شیعه د سفر مخنیوے کوی.  د شیعه زائرینو لپاره د مشکلاتو د رامنځته کولو دریم مقصد د وهابیانو او د شیعه مخالفو ډلو خوشحالول دی چې دا خیال کوی  چې له دې لارې مالی او رفاهی امتیازات ترلاسه کړې شی. دا په داسې حال کښې دی د شیعه زائرینو حالت ته د پاکستان د حکومت بې پامی د دغه هېواد د سیاحت په څانګه باندې منفی اثر کولې او د پاکستان حېثیت د یو داسې هېواد په توګه چې د مذهبی سیاحت امنیت ته پاملرنه نه کوی خراب کړې شی.

-----------