دپاکستان پوځ دحکومت په وړاندې له خپلودریځونو شاتګ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47182-دپاکستان_پوځ_دحکومت_په_وړاندې_له_خپلودریځونو_شاتګ_وکړ
زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر آئی ایس پی آر په یوې اعلامیې کې دحکومتی پټو سندونو او خبرونو د خپریدو (ډان لیکس ) دوسیې په باب له خپل دریځه په شاتګ سره ویلی دی ، دغه مسئله حل شوې ده او دپاکستان پوځ خپله هغه اعلامیه چې له دې مخکې ئې خپره کړې او د ډان لیکس دوسیې په باب ئې عکس العمل پکې ښودلی او ویلی ئې وو چې د دغو سندونو په خپریدا پوځ غلی نشی کیناستلی ، بیرته اخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2017 14:32 Asia/Kabul
  •   دپاکستان پوځ  دحکومت په وړاندې له خپلودریځونو شاتګ وکړ

زمونږخبریال له اسلام اباده راپورراکړ دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر آئی ایس پی آر په یوې اعلامیې کې دحکومتی پټو سندونو او خبرونو د خپریدو (ډان لیکس ) دوسیې په باب له خپل دریځه په شاتګ سره ویلی دی ، دغه مسئله حل شوې ده او دپاکستان پوځ خپله هغه اعلامیه چې له دې مخکې ئې خپره کړې او د ډان لیکس دوسیې په باب ئې عکس العمل پکې ښودلی او ویلی ئې وو چې د دغو سندونو په خپریدا پوځ غلی نشی کیناستلی ، بیرته اخلی .

په  دغې اعلامیې کې راغلی دی ،پوځ   د پټو حکومتی سندونو  داطلاعاتو د لیک کیدا (ډان لیکس)پر دوسیې دڅیړنیزې کمیټې  د اتلس ماده ایز وړاندیز  دعملی کولو په پاب   دنوازشریف د دستورالعمل  ملاتړ کوی څو  دغه موضوع زر ترزره  حل کړائ شی .

  په دغې اعلامیې کې همداراز ټینګار شوی  دپاکستان پوځ  په دغه هیواد کې د دیموکراسۍ  له بهیر او اساسی قانونه  دملاتړ لپاهر  خپل کلک هوډ او ژمنتیا  اعلانوی .

 داپه داسې حال کې دی چې  د دغې اعلامیې له خپریدو څو ساعته مخکې  دپاکستان  دپوځ  عمومی قوماندان  جنرال قمر جاوید باجوه   په اسلام اباد کې د  دغه هیواد  له لومړی وزیر نواز شریف سره  څو ساعته لیده کاته  کړی دی .

دپاکستان دسیاسی چارو کارپیژاندی باوری دی ،دډان لیکس  سندونو دوسیه چې  د پاکستان دحکومت اوپوځ ترمینځ  دتاؤتریخوالی دزیاتیدو لامل ش،ې وه   له دغې نننۍ کتنې وروسته   تر ډیره حده حل شوې ده  او دپاکستان پوځ  لومړی وزیر  دهیواد نهائی  اتهارټی بللې او له  هغه ئې په پیروۍ  اقرار کړی دی .