پاکستان او عربستان یوشان او ګډ دریځ لری .
-
سعودي عربستان دټولووهابي ټروریسټي ډلوجوړونکو او ورسره مالي مرسته کونکی رژیم دی .
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف په اسلام اباد کښې د سعودی عربستان د کلتور او د ټیکنالوژۍ له وزیر عواد بن صالح العواد سره په کتنې کښې وویل دواړه هیوادونه دډیرو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه ګډ او یوشان دریځ لری .
دپاکستان لومړی وزیر زیاته کړه اسلام اباد له ریاض سره اړیکو ته زیات اهمیت ورکوی .
دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف ادعا وکړه چې سعودی عربستان د سیمې او دنړۍ د امنیت ، صلحې او ثبات په تامینولو کښې مهم رول لوبوی .
دپاکستان دلومړی وزیر دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې ددنیا ټول خلک او سیاسی کارپیژاندی وایی چې سعودی عربستان په سیمه کښې د ناامنۍ او د بې ثباتۍ اصلی عامل دی او ریاض د داعش ، القاعده، جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ،لشکر جهنګوی وغیره په شمول دترهګرو ډلو په مالی او پوځی ملاتړ او مرستې سره په سیمه کښې ناامنۍ زیاته کړی ده او په یمن، عراق ، سوریې او لیبیا وغیره کښې د بې ګناه خلکو په وژل کښې ستر رول لری .
سعودی عربستان دټولووهابی ټروریسټی ډلوجوړونکو او ورسره مالی مرسته کونکی رژیم دی .