پاکستان او عربستان یوشان او ګډ دریځ لری .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47200-پاکستان_او_عربستان_یوشان_او_ګډ_دریځ_لری_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف په اسلام اباد کښې د سعودی عربستان د کلتور او د ټیکنالوژۍ له وزیر عواد بن صالح العواد سره په کتنې کښې وویل دواړه هیوادونه دډیرو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه ګډ او یوشان دریځ لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2017 00:24 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان دټولووهابي ټروریسټي ډلوجوړونکو او ورسره مالي مرسته کونکی رژیم دی .
    سعودي عربستان دټولووهابي ټروریسټي ډلوجوړونکو او ورسره مالي مرسته کونکی رژیم دی .

زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف په اسلام اباد کښې د سعودی عربستان د کلتور او د ټیکنالوژۍ له وزیر عواد بن صالح العواد سره په کتنې کښې وویل دواړه هیوادونه دډیرو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه ګډ او یوشان دریځ لری .

دپاکستان لومړی وزیر زیاته کړه اسلام اباد  له ریاض سره اړیکو ته زیات اهمیت ورکوی .

دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف ادعا وکړه چې سعودی عربستان د سیمې او دنړۍ د امنیت ، صلحې او ثبات په تامینولو کښې مهم رول لوبوی .

دپاکستان دلومړی وزیر دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې ددنیا ټول خلک او سیاسی کارپیژاندی وایی چې سعودی عربستان په سیمه کښې د ناامنۍ او د بې ثباتۍ اصلی عامل دی او ریاض د داعش ، القاعده،  جماعت الاحرار ، سپاه صحابه ،لشکر جهنګوی وغیره په شمول دترهګرو ډلو په مالی او پوځی ملاتړ او  مرستې سره په سیمه کښې ناامنۍ زیاته کړی ده او  په یمن، عراق ، سوریې او لیبیا وغیره کښې د بې ګناه خلکو په وژل کښې ستر رول لری .

سعودی عربستان دټولووهابی ټروریسټی ډلوجوړونکو او ورسره مالی مرسته کونکی رژیم دی .