دایران او پاکستان اړیکې تاریخی او ورورګلویزې دی .
-
ایران د پاکستان دوست او ګاونډی هیواد پیژندل کیږي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپوځ ویندوی میجر جنرال اصف غفور پرون په دې خبرې ټینګار سره چې دایران داسلامی جمهوریت او د پاکستان اړیکې تاریخی او ورورګلویزې دی ډاګینه کړه د دواړو هیوادونو اړیکې به له مخکې څخه پراخې شی .
هغه په دې خبرې سره چې دپاکستان او دایران ترمینځ د سرحدی امنیت او مدیریت مکانیزم به ښه شی وویل ایران د پاکستان دوست او ګاونډی هیواد پیژندل کیږی .
دپاکستان دپوځ ویندوی میجر جنرال اصف غفور دایران او دپاکستان په سرحد کښې په میرجاوه سیمه کښې وروستی ترهګره پیښه ددواړو هیوادونو د ګډو دښمانانو لخوا یوه دسیسه وبلله او ویې ویل په اسلام اباد کښې دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره دپاکستان دپوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په کتنې کښې دایران چارواکو ته ډاډ ورکړل شوی وو چې پاکستان به له ایران سره په سرحدی سیمو کښې دامنیت دښه کیدا لپاره اغیزشیندونکی اقدامات وکړی .
هغه وویل دپاکستان چارواکی به زر ایران ته سفرونه وکړی چې ددواړوهیوادونو ترمینځ تعاملات پیاوړی شی .