جنرال اسلم بیګ د عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف امریکایی پروژه وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47238-جنرال_اسلم_بیګ_د_عربستان_په_مشرۍ_پوځی_ائتلاف_امریکایی_پروژه_وبلله
زمونږ خبریال د پاکستان د وزیراعظم لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له قوله خبر راکړی چې نواز شریف به د عربستان په پلازمینه ریاض کښې د مۍ میاشتې په وروستیو کښې د عرب مسلمانو هیوادونو او امریکې د مشرانو په ترسره کیدونکې غونډه کښې ګډون وکړی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 11, 2017 09:47 Asia/Kabul
  • جنرال اسلم بیګ د عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف امریکایی پروژه وبلله

زمونږ خبریال د پاکستان د وزیراعظم لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له قوله خبر راکړی چې نواز شریف به د عربستان په پلازمینه ریاض کښې د مۍ میاشتې په وروستیو کښې د عرب مسلمانو هیوادونو او امریکې د مشرانو په ترسره کیدونکې غونډه کښې ګډون وکړی.

ګلف نیوز ویب سایت هم ادعا کړې ده چې د عربستان په مشرۍ د عربو د پوځی اتحاد ټول غړی په دغه غونډه کښې ګډون ته بلل شوی دی. پاکستان د دغه پوځی ائتلاف غړی دی کوم چې له ترهګرۍ سره د تش په نامه مقابلې په موخه جوړ شوی د پاکستان حکومت تیره میاشت د دغه هیواد د پوځ د پخوانی قومندان راحیل شریف لخوا د دغه پوځی ائتلاف د قومندانۍ لپاره خپل رضایت لیک صادر کړی و.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې په څلورمه نیټه ویلی وو چې په دې میاشت کښې به سعودی عربستان او اسرائیلو ته سفر وکړی چې پکښې به د دغه پوځی اتحاد په پیاوړتیا ټینګار وکړی.

د عربستان په مشرۍ د پوځی اتحاد په اړه چې پوځی قومندانی یې پاکستان کوی، مونږ د پاکستان د پوځ د پخوانی مشر او د دغه هیواد د سټراټیجکو څیړنو د مرکز د مشر جنرال مرزا اسلم بیګ نظر د ټیلیفون له لارې معلوم کړ چې دوی په ځواب کښې وویل: ما په دې لړ کښې په ځلونو ویلی او لیکلی دی چې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په پلمه دا اتحاد په حقیت کښې د شیعیانو خلاف یو سنی اتحاد دی چې د شیعه او سنی په نوم د مسلمانانو ترمینځ د نفاق اچولو لپاره د امریکې په حکم د عربستان لخوا جوړ شوی دی. د پاکستان د پوځ د پخوانی قومندان په وینا امریکې په تیرو دیرشو کالو کښې وړومبی هڅه وکړه چې په ولسی کچه مسلمانان د شیعه او سنی په نوم بیل کړی او پخپلو کښې یې ونښلوی او د دې کار لپاره یې ترهګرې او تکفیری ډلې جوړې کړې خو اوس غواړی چې شیعه او سنی هیوادونه، نه یوازې له یو بله لرې کړی بلکې هڅه وکړی چې هغوی پخپلو کښې سره ښکیل کړی. هغه زیاته کړه چې دا د امریکې لخوا یو جوړ شوی ائتلاف دی او د دې اتحاد روح هم سعودی عربتان دی.

خو د اسلم بیګ صیب په وینا، د پاکستان او سیمې خلک په دې دسیسې خبر دی او پکښې به ګیر نه شی  خو څرګنده یې کړه چې په خواشینۍ سره د پاکستان حکومت او جنرال راحیل شریف د خپلو شخصی ګټو او د خپلو بهرنیو اربابانو د خوشالولو لپاره دا شرمونکې پریکړه وکړه څو دا اسلامی هیواد په دې اسلامی ضده دسیسه کښې د اسلام دښمنانو ته وړاندې کړی.

د پاکستان د پوځ د پخوانی قومندان په وینا د لویدیځ ښکیلاک سره د پاکستان داځل ملګرتیا چې د حرمین شریفینو د تش په نامه خادمینو لخوا د اسلامی امت پرخلاف ترسره کیږی، د پاکستان د تیرو ملګرتیاو او خوش خدمتیو په نسبت چې د سیټو او سنټو او بغداد د تړونونو پر اساس یې بڼه نیولې، ډیره بده ملګرتیا ده. او د اسلامی امت او خپله د پاکستان لپاره به خطرناکې پایلې ولری. البته اسلم بیګ زیاته کړه د پآکستان شیعه او سنی خلک په دې دسیسې باندې پوهیږی او هیڅکله به د امریکې، عربستان او خپل حکومت په دوکو ونه غولیږی.

جنرال اسلم بیګ د امریکې او عربستان سره د پاکستان د سیاسی او پوځی مشرانو له ملګرتیا د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: د پاکستان پوځی او سیاسی مشران د خپلو شخصی ګټو په خاطر ملی ګټې تر پښو لاندې کوی څو د هغوی بهرنی باداران یعنې امریکا او عربستان خوابدی نه شی. د پاکستان د پوځ پخوانی قومندان د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیز جنرال محمد باقری د وروستیو څرګندونو په هکله هم چې په پاکستان کښې یې د ترهګرو د اډو د نابودولو په اړه کړې وې، چې کله کله د پاکستان له خاورې د ایران پر سرحدی ځواکونو حملې کوی، وویل: کومې ترهګرې حملې چې د پاکستان له خاورې کیږی، هم په حقیقت کښې د اسلام پر خلاف د امریکې او عربستان د ډرامې یوه برخه ده څو د ایران پر پولو په ترهګرو حملو سره دغه هیواد نه یوازې له خپل ګاونډی هیواد یعنې ایران څخه لرې کړی، بلکې په دې لټه کښې دی چې هغوی له یوبل سره ښکیل کړی.

جنرال اسلم بیګ همداراز وویل: هغه تکفیری ترهګر چې د عربستان لخوا یې مالی او فکری ملاتړ کیږی، د امریکې لخوا تنظیم شوې او د مسلمانانو ترمینځ د نفاق د رامینځته کولو لپاره کارول کیږی. خو د پاکستان د پوځ د پخوانی قومندان په وینا، مسلمان حکومتونه او ولسونه باید د امریکې د دسیسو په نسبت چې د عربستان لخوا پلی کیږی، هوښیار وی. چې که خدای مه کړه کامیابه شی له دغو هیوادونو به هیڅ یو چې نن سبا د امریکې په کیمپ کښې شتون لری، د دغه هیواد له استعماری واکمنۍ څخه په امان کښې پاتې نه شی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*