په پاکستان کې څلور نور جنایتکار طالبان پانسی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47256-په_پاکستان_کې_څلور_نور_جنایتکار_طالبان_پانسی_شول
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دپوځ عمومی اړیکوآئی ایس پی آر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،د طالبانو ترهه ګرې ډلې څلور جنایتکار چې په همداووروستیو کې د دغه هیواد دپوځی محکمو له خوا په پانسۍ محکوم شوی وو ، دخیبر پختونخواه صوبې په بندونو کې په دار وځړول شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2017 13:05 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کې څلور نور جنایتکار طالبان پانسی شول

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دپوځ عمومی اړیکوآئی ایس پی آر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،د طالبانو ترهه ګرې ډلې څلور جنایتکار چې په همداووروستیو کې د دغه هیواد دپوځی محکمو له خوا په پانسۍ محکوم شوی وو ، دخیبر پختونخواه صوبې په بندونو کې په دار وځړول شول .

 راپورښئ  دغه څلورو واړو  جنایتکارو  طالبانو   دپاکستان دامنیتی ځواک او پولیسو ، عامو خلکو ، پر تعلیمی مرکزونو ، پرپوځیانو په حملو او نورو جنایتونو کې  لاس درلود او  په پوځی محکمو کې ئې  پخپلو جنایتونو اعترافونه هم کړی وو . 

  په پاکستان کې د دغو ترهه ګرو  پانسی کیدل  په داسې  شرائطو کې  دی  چې  دپاکستان  د پوځ    عمومی قوماندان  د وری د میاشتې په دیرشمه نیټه  په پانسی محکومو شویو دیرشو ترهه ګرو  دپانسۍ  فیصلې  تائید کړی دی.

 کابو دوه اونۍ مخکې هم  دپاکستان  دپوځ امنیتی سرچینو  د څلورو   طالبانو دپانسی کولو خبر ورکړی ؤ . 

 دپاکستان پوځی محکمې  دوه کاله مخکې جوړې شوی  ، البته  وخت ئې ختم شوی ؤ  خو دپآکستان حکومت یو ځل بیادځینو سیاسی اومذهبی  ګوندونو او لورو په سخت دباؤ سره  دغه پوځی محکمې بیا تمدید کړی  څو  د دغو محکمو په وسیله  جنایتکار ترهه ګر محکامه او خپل انجام ته ورسیږی.