په پاکستان کې څلور نور جنایتکار طالبان پانسی شول
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دپوځ عمومی اړیکوآئی ایس پی آر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،د طالبانو ترهه ګرې ډلې څلور جنایتکار چې په همداووروستیو کې د دغه هیواد دپوځی محکمو له خوا په پانسۍ محکوم شوی وو ، دخیبر پختونخواه صوبې په بندونو کې په دار وځړول شول .
راپورښئ دغه څلورو واړو جنایتکارو طالبانو دپاکستان دامنیتی ځواک او پولیسو ، عامو خلکو ، پر تعلیمی مرکزونو ، پرپوځیانو په حملو او نورو جنایتونو کې لاس درلود او په پوځی محکمو کې ئې پخپلو جنایتونو اعترافونه هم کړی وو .
په پاکستان کې د دغو ترهه ګرو پانسی کیدل په داسې شرائطو کې دی چې دپاکستان د پوځ عمومی قوماندان د وری د میاشتې په دیرشمه نیټه په پانسی محکومو شویو دیرشو ترهه ګرو دپانسۍ فیصلې تائید کړی دی.
کابو دوه اونۍ مخکې هم دپاکستان دپوځ امنیتی سرچینو د څلورو طالبانو دپانسی کولو خبر ورکړی ؤ .
دپاکستان پوځی محکمې دوه کاله مخکې جوړې شوی ، البته وخت ئې ختم شوی ؤ خو دپآکستان حکومت یو ځل بیادځینو سیاسی اومذهبی ګوندونو او لورو په سخت دباؤ سره دغه پوځی محکمې بیا تمدید کړی څو د دغو محکمو په وسیله جنایتکار ترهه ګر محکامه او خپل انجام ته ورسیږی.