د کشمیر په اړه له ملګرو ملتو د پاکستان غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47258-د_کشمیر_په_اړه_له_ملګرو_ملتو_د_پاکستان_غوښتنه
د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کښې د کړکیچ په دوام او د دغې سیمې د وضعیت د نامعلوم پاتیدا په دوام سره،په ملګرو ملتو کښې د پاکستان دایمی استازۍ ملیحه لودهی د دغې موسسې له سر منشی آنتونیو ګوترش وغوښتل د کشمیر سیمې د ډیرې پخوانی کشالې د هوارولو لپاره دې اقدام وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2017 13:19 Asia/Kabul
  • د کشمیر په اړه له ملګرو ملتو د پاکستان غوښتنه

د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کښې د کړکیچ په دوام او د دغې سیمې د وضعیت د نامعلوم پاتیدا په دوام سره،په ملګرو ملتو کښې د پاکستان دایمی استازۍ ملیحه لودهی د دغې موسسې له سر منشی آنتونیو ګوترش وغوښتل د کشمیر سیمې د ډیرې پخوانی کشالې د هوارولو لپاره دې اقدام وکړی.

زمونږ خبریال راپور راکړی،ملیحه لودهی د ملګرو ملتو له سرمنشی سره د اسلامی ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د استازو په کتنه کښې وویل:د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کښې د تاؤتریخوالی او ناامنی دوام په جنوبی آسیا سیمې کښې امنیت او ثبات تر اغیز لاندې ګرځوی.

هغې د دغې سیمې د کړکیچ د هوارولو لپاره د کشمیر مسُلې ته د ملګرو ملتو د جدی پاملرنې غوښتنه وکړه.

هند او پاکستان تر اوو لسیزو زیاته موده کیږی چې د کشمیر د مالکیت پر سر په خپلو کښې اختلاف لری او حتی د هدې مسُلې پر سر دوه ځله جنګیدلی هم دی.هند د کشمیر سیمه خپله نه جلاکیدونکی برخه بولی او دا په داسې حال کښې دی چې پاکستان په نولس سوه اوه څلویښتم میلادی کال کښې د دغې وړې وچې د ویشلو طرحې پر اساس ،د مسلمان میشته سیمې په توګه کشمیر خپله برخه ګڼی او په همدې خاطر په لومړی ځل په ۱۹۴۸ م کال کښې په خپلو کښې جنګ ته مخه کړه خو د کشمیر پر سر دغه جنګ د ملګرو ملتو په مداخلې سره ودرول شو او د دواړو هیوادونو ځوکونه د کشمیر په کنټرول کرښه کښې دیره شول او د ملګرو ملتو څارونکی ځواک هم د کشمیر په کنټرول لاین کښې په ځای پر ځای کیدا سره د هند او پاکستان تر مینځ پر اوربند څارنه کوی.

په عین حال کښې ملګرو ملتو یو پریکړه لیک تصویب کړچې له مخې یې باید د کشمیر وضعیت د ټولپوښتنې د ترسره کولو له لارې وټاکل شی او دا مسُله حل کړای شی او په خپله د کشمیر خلک له پاکستان او یا له هند سره د یوځای کیدا په هکله خپل نظر څرګند او پریکړه وکړی.خو له بده مرغه هند د ملګرو ملتو دا پریکړه لیک رد کړی او د کشمیر په چارو کښې له بهرنۍ لاسوهنې سره سخت مخالف دی.

هند تر خپل کنټرول لاندې په کشمیر کښې د خپلو په زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره لټه کوی له پوځی لارې پر دغې سیمې خپله سلطه وساتی.دا په داسې حال کښې دی چې چې د کشمیر خلک تل د هند په دغه اقدام سخت اعتراض لری او مظاهرې تر سره کوی او د حریت کانفرنس په شمول کشمیری ډلې د کشمیر د خلکو د استازو په ګډون د هند او پاکستان تر مینځ خبرې اترې د کشمیر کشالې د هواریدا یوازینۍ لاره بولی.