دپاکستان او ایران اړیکې دوستانه او ورورګلویزې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47266-دپاکستان_او_ایران_اړیکې_دوستانه_او_ورورګلویزې_دی
زمونږخبریال راپورراکړ په پاکستان کې دایران داسلامی جمهوریت سفیر مهدی هنر دوست نن دپاکستان له جیوخبری چینل سره په خبرو کې دتهران او اسلام اباد په ورورګلویزو اودوستانه اړیکو په ټینګار سره وویل و هیڅوک او یا کومه ډله به ددې وس نه ولری دغودوستانه اړیکو ته تاوان ورسوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2017 14:50 Asia/Kabul
  • دپاکستان  او ایران اړیکې دوستانه او ورورګلویزې دی

زمونږخبریال راپورراکړ په پاکستان کې دایران داسلامی جمهوریت سفیر مهدی هنر دوست نن دپاکستان له جیوخبری چینل سره په خبرو کې دتهران او اسلام اباد په ورورګلویزو اودوستانه اړیکو په ټینګار سره وویل و هیڅوک او یا کومه ډله به ددې وس نه ولری دغودوستانه اړیکو ته تاوان ورسوی .

هنر دوست  وویل ، د دواړو هیوادونو  دچارواکو اومسئولانو ترمینځ  تماسونه اوخبرې اترې  په منظم ډول   ټینګې  دی  او که  د دواړو هیوادونو ترمینځ کومه  مسئله موجوده  هم وی ، نو دواړه لوری به ئې  حل کړی .

 په پاکستان کې دایران سفیر همداراز  د دواړو هیوادونو دپولوترمینځ  وروستۍ ترهه ګرې پییښې  په باب چې  دایران  یو شمیر پوله ساتی ماموران پکې شهیدان شوی ،  وویل ،  دواړه هیوادونه  د دغې موضوع   په ارزونې او د ورته پیښېئ دتکراریدو دمخنیوی  څیړلو او ارزولو ته هوډ من  دی .

داپه داسې حال کې دی چې  دپآکستان لوړپوړو پوځی اوسیاسی چارواکو پرون  یو ځل بیا  د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ   پر دوستانه اړیکو  په ټینګار سره  روښآنه کړې  چې پاکستان  به د دواړو هیوادونو  ترمینځ   په پولو کې  امنیت  ټینګونکی  اقدامات وکړی .