چین ته دپاکستان د لومړی وزیر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47296-چین_ته_دپاکستان_د_لومړی_وزیر_سفر
د پاکستان لومړی وزیر د چین له جګپوړو چارواکو سره د خبرو اترو او په یوې نړیوالې غونډې کښې د ګډون لپاره د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشری پیکنګ ته تللی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2017 12:07 Asia/Kabul
  • چین ته دپاکستان د لومړی وزیر سفر

د پاکستان لومړی وزیر د چین له جګپوړو چارواکو سره د خبرو اترو او په یوې نړیوالې غونډې کښې د ګډون لپاره د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشری پیکنګ ته تللی.

د پاکستان جیو ټیلی ویژونی چینل راپور ورکړی،محمد نواز شریف نن له څلورو جګپوړو او څو فیډرالی وزیرانو سره یوځای د څلور ورځینی سفر په موخه پیکنګ ته تللی او په خپل دغه سفر کښې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په خاطر د چین له اولسمشر    شی جین پینګ،لومړی وزیر لی که چیانګ، سره کتنه او خبرې اترې کوی.

ټاکل شوی د پاکستان لومړی وزیر چې د شی جین پینګ په رسمی بلنه چین ته تللی د یوه کمر بند یوه سړک تر عنوان لاندې د نړیوالې ملګرتیا ټولنې په هغې دوه ورځینی ناسته کښې هم ګډون وکړی چې د مئی په څوارلسمه او پیځلسمه نیټه په پیکنګ کښې جوړیږی.

په همدې چوکاټ کښې د چین د خارجه وزارت ویندوی ګنګ شوانګ، وویل:پاکستان د یوه کمربند او یوه سړک د نړیوالې ملګرتیا نومی ټولنې په دودولو کښې د چین مهم ملګری ګڼل کیږی.

د یوه کمربند او یوې لارې د ملګرتیا نړیواله ټولنه اروپا او مرکزی آسیا پخپلو کښې نښلوی.