یمن ته د پاکستان د ځانګړی ځواک لیږدول
روسی سرچینو یمن ته د پاکستان د پوځ د ځانګړی ځواک د لیږدولو خبر ورکړی.
د روسیې د اسپوتنیک خبری اژانس له راپور سره سم،د پاکستان پوځ د خپلو ځانګړی ځواکونو یو کنډک یمن ته استولی چې ټاکل شوی له عربستان سره د یمن په پوله کښې ځای پر ځای شی او په رسمی توګه د عربستان د پوځیانو ترڅنګ له یمن سره د عربستان د پولو ساتنه وکړی.
په همدې چوکاټ کښې د اسلام آباد حکومت د پاکستان د خلکو له مخالفتونو سره سره په دې وروستیو کښې د یمن پر ضد د سعودی د جوړ کړی ایتلاف لپاره د خپل پوځ د پخوانی لوی قومندان راحیل شریف له قومندانی سره په رسمی توګه موافقه وکړه.
سعودی عربستان د آمریکا او ځینو عربی او لویدیځو هیوادونو په ملاتړ پر یمن تیری کړی او دغه جنګ ځپلې هیواد یې کلابند کړی او تر اوسه پورې یې تر یولس زره زیات یمنیان وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل او په میلیونونو کډه کولو ته اړ کړی او دیمن بیخ بنائی یې ویجاړې کړی دی.