په پاکستان کی د حضرت مهدی عج د میلاد جشن ترسره شو
May 12, 2017 13:20 Asia/Kabul
د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان په مختلفو سیمو کی د حضرت مهدی د نیکمرغه ولادت د کالیزی د جشن مراسم، ترسره شول.
د دغه راپور له مخی، تیره شپه د پاکستان خلګو د کولچو او شربت په ویشلو سره؛ په ښارونو او مسجدونو کی د شعبان دپنځلسمې نیټی د جشن مراسم سرته ورسول.
د مولودی ویلو او مدح کولو مراسم هم، د حضرت مهدی عج د نیکمرغه میلاد په شپه، د پاکستان د مسلمانو خلګو له نورو پروګرامونو څخه ؤو.
د پاکستان خلګو تیره شپه، د برات د شپې په توګه په ډیرې علاقې او ولولې سره مسجدونو او حسینیو ته لاړل، او پدغه آسمانی شپه کی یی لاسونه په راز و نیاز اوچت کړل.