په پاکستان کې دترهه ګرۍ پیښه د بدغواړو ددسیسو دپراختیا ښودنه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47314-په_پاکستان_کې_دترهه_ګرۍ_پیښه_د_بدغواړو_ددسیسو_دپراختیا_ښودنه_کوی
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی بیګا په یو لړ څرګندونو کې دپاکستان په بلوچستان صوبې مستونګ سیمې کې د د دغه هیواد دمشرانو جرګې دمرستیال مشر دګاډو پر کاوان ترهه ګر برید په سخته محکوم کړی او دائې یوه غمیزه بللې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2017 00:45 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دترهه ګرۍ پیښه د بدغواړو ددسیسو دپراختیا ښودنه کوی

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی بیګا په یو لړ څرګندونو کې دپاکستان په بلوچستان صوبې مستونګ سیمې کې د د دغه هیواد دمشرانو جرګې دمرستیال مشر دګاډو پر کاوان ترهه ګر برید په سخته محکوم کړی او دائې یوه غمیزه بللې ده .

بهرام قاسمی  په دې مناسبت دپاکستان ملت او حکومت سره دخواخوږۍ  په څرګندولو سره  ویلی دی ،  په سیمې  دبې ثباتۍ اوترهه ګرو اقداماتو  دبهیر پراختیا   دهغو بدغواړو  دسیسه اوپلانونه  ده چې  خپلې ګټې   داسلامی هیوادونو په ناکراره کولو او دسپیرو دسیسو په پراخولو کې   وینی .

 د ایران دخارجه  وزارت ویندوی  وویل هماغه ډول چې  اسلامی  ایران  په کرتو ویلی دی ،    دترهه ګرۍ له سپیرې بلاسره  مبارزه  به  یوازې  په شعار اوخبرو سره   کومه نتیجه ونه لری او د دغې سپیرې بلا  جرړه وچول   ،  د هراړخیزو ملګرتیاؤ په چوکاټ کې  کلک هوډ او اغیزمنو  اقداماتو ته  اړتیا لری .

 هغه دې ته په اشارې سره چې   اسلامی  ایران   په ځلونو په ځینو  ګاونډیو هیوادونوکې   د دغه بحرانی،خطرناک او خرابیدونکی  وضعیّت په باب  خبرداری  ورکړی او  د هرډول ګډو ملګرتیاؤ لپاهر ئې  خپل چمتووالی  العان کړی ، وویل ؛  ایران  اعتقاد لری  چې  دترور او تاؤتریخوالی  له عواملو سره   په  دوه ګوڼو سټنډرډونو او په بشپړ ډول سیاسی  ائیتلافونو په چوکاټ کې  دبشری ضد دغه ډول اقدامات نشی ختمیدلی  اود دغه ډول سپیرو اقداماتوسره مبارزه کلک هوډ اوهراړخیزې ملګرتیا اوغږملتیا ته اړتیا لری.