دعربستان په سرحدکښې د پاکستان دعسکرو دیره کیدل :
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47346-دعربستان_په_سرحدکښې_د_پاکستان_دعسکرو_دیره_کیدل
زمونږ خبریال وایی له دې سره سره چې دپاکستان حکومت کوشش کوی دیمن دجنګ په اړه له سعودی عربستان سره خپلې پوځی اړیکې پټې وساتی خو خبری اژانسونه له یمن سره دعربستان په سرحدونو کښې دپاکستان د پوځیانو ددیره کیدا خبرونه ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2017 09:04 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان کوشش کوي د یمن په خونړي کړکیچ کښې دپاکستان په یوځاې کولو سره دځان لپاره شریک جرم پیدا کړي .
    سعودي عربستان کوشش کوي د یمن په خونړي کړکیچ کښې دپاکستان په یوځاې کولو سره دځان لپاره شریک جرم پیدا کړي .

زمونږ خبریال وایی له دې سره سره چې دپاکستان حکومت کوشش کوی دیمن دجنګ په اړه له سعودی عربستان سره خپلې پوځی اړیکې پټې وساتی خو خبری اژانسونه له یمن سره دعربستان په سرحدونو کښې دپاکستان د پوځیانو ددیره کیدا خبرونه ورکوی .

دروسیې اسپوتنیک خبری اژانس پرون راپور ورکړ دپاکستان پوځ خپل یو شمیر ځانګړی عسکر  سعودی عربستان  ته واستول چې له عربستان سره دیمن په ګډ سرحد کښې دیره شی .

مخکې ویل شوی وو چې دپاکستان پینځه زره(۵۰۰۰) پوځیان به دیمن  او دعربستان سرحدی سیمو ته واستول شی .

دپاکستان ددغو پوځیانو ماموریت دسعودی عربستان د پوځیانو په څنګ کښې شتون او له یمن سره د عربستان د سرحدونو ساتل اعلان شوی دی .

په عین حال کښې د پاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف هم څه موده مخکې دیمن په جنګ کښې د عربستان د جعلی ائتلاف قوماندنۍ پرغاړه اخیستی ده .

داپه داسې حال کښې دی چې دیمن د ولسی ډلو لخوا د سعودی عربستان سرحدونو ته هیڅ پوځی ګواښ نشته او دیمن او دعربستان په سرحدی  سیمو کښې دپاکستان دپوځیانو دیره کیدل دیمن په جنګ کښې د ال سعود دپوځ په پرله پسې ماتیو او شکستونو  یو(۱) ډول د برغولی کیښودل دی .

د سعودی عربستان د پوځ د قوماندان بدلول  چې دپاکستان دپوځ د پخوانی مشر راحیل شریف په غوښتنه ترسره شوی دی په همدې لړ کښې د پام وړ  چاره ده .

ویل کیږی له راحیل شریف وروسته دپاکستان حکومت نیت لری دخپل هیواد دپوځ  ګڼ شمیر متقاعد شوی جنرالان او افسران د ال سعود کورنۍ دساتلو لپاره سعودی عربستان ته  واستوی چې دغه چاره  د هیواد په داخل کښې له پراخ مخالفت سره مخامخ ده .

دغه راز د پاکستان دپیپلز ګوند ویندوی فرحت الله بابر وویل حکومت ژمنه کړی وه د سعودی رژیم له ائتلاف سره   پوځی ملګرتیا  به  دپاکستان له پارلمان سره له مشورې وروسته ترسره شی خو له بده مرغه د پاکستان حکومت  ددې پرځاې چې په عربستان  کښې د پوځی شتون لپاره د پارلمان مخالفې رایې ته پام وکړی په خپل سر راحیل شریف د ال سعود د غلامۍ او نوکرۍ لپاره عربستان ته واستوه .

هغه څه چې حاضردمه د سعودی عربستان د واکمنانو لپاره مهم دی په هره بیه او حتی دغه جنګ ته د پاکستان د ورګډولو په بیه دیمن دجنګ له جبۍ څخه دځان ایستل دی .

سعودی عربستان دامریکا ، لویدیځو او عربو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې قدرت ته دپخوانی استعفا شوی ولسمشر عبدربه منصور هادی د بیرته ستنولو په پلمه دیمن پرضد حملې پیل کړی دی او دغه هیواد یې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابند کړی دی.

په یمن د سعودی عربستان پوځی تیری دڅه دپاسه یولس زره(۱۱۰۰۰) خلکو له وژل کیدا او د لسګونو زره نورو له ژوبلیدا او دمیلیونونو خلکو له کډوالیدا او ددغه هیواد د بیخ بنایانو له تباه کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .

په دې سربیره دسعودی عربستان پوځ چې په دوامداره توګه له امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو د پوځی تجهیزاتو او وسلو د اخیستلو په حال کښې دی په یمن کښې له سختې ماتی سره مخ شوی دی او دیمن ولسی ځواکونو په ډیرو کمو وسلو سره  د عربستان پوځ چې په پرمختللیو وسلو سمبال دی په ګونډو کړی دی .

خو ددې خبرې په اړه  چې  له یمن سره د عربستان په ګډ سرحد کښې دپاکستان د عسکرو دیره کیدل چې ممکنه ده ددغه هیواد په جنګ کښې ګډون وکړی او دغه راز عربستان ته د پاکستان دپوځ د متقاعدو جنرالانو استول به وکولای شی عربستان دیمن دجنګ له جبۍ وژغوری جدی شک شته .

د پاکستان د سنی اتحاد د شورای مشر صاحبزاده حامد رضا په دې اړه وایی دسعودی عربستان ال سعود دپوځی  کمزورتیا په دلیل په یمن  له حملو سره سره چې دوه(۲) کاله یې پوره کیږی نه دی توانیدلی دیمن دمظلومو  مسلمانانو پرضد جنګ کښې بریالیتوب ترلاسه کړی نو په دې اساس دپاکستان پوځ ته هیله لری او دخپلو ماتیو د جبرانولو لپاره یې د پاکستان پوځ ته پناه وروړی ده .

د پاکستان دسنی اتحاد دشورا مشر صاحبزاده حامد رضا وویل داسلام اباد حکومت باید د ال سعود په پلویتوب کولو سره دځان لپاره دښمن رامنیځته نکړی ځکه که چیرې د شیعه او سنی ټولګه په نظر کښې ولرو نو دپاکستان کابو پینځه اویا(۷۵) فیصده خلک دیمن په جنګ  کښې  له سعودی عربستان سره دپاکستان دپوځ دملګرتیا کولو مخالف دی .

دا احتمال چې دپاکستان دپوځ  دعسکرو له استفادې د سعودی عربستان هدف له هوا څخه ځمکې ته د جنګ د ستراتژۍ بدلول وی له ذهنه لیرې خبره نه ده خو دیمن په جنګ کښې دپاکستان د پوځ د لومړی پوځی وژل کیدا یا نیول کیدا نه یوازې دیمن دجنګ لمن پراخولای شی بلکې دلومړی وزیر نوازشریف دحکومت لپاره به د مرګ او د ژوند دحکم په معنا وی .

ځکه چې دیمن په جنګ کښې دپاکستان له ګډون سره دخلکو مخالفتونه هماغه راز په زیاتیدا دی او دهیواد مذهبی او سیاسی ډلې او ګوندونه او ولس دیمن دجنګ جبۍ ته دپاکستان د ورګډیدا په هکله خبرداری ورکوی او باوری دی سعودی عربستان کوشش کوی د یمن په خونړی کړکیچ کښې دپاکستان په یوځاې کولو سره دځان لپاره شریک جرم پیدا کړی .