د پاکستان او چین تر مینځ د ملګرتیا موافقې لاسلیک شوې
May 13, 2017 09:53 Asia/Kabul
د پاکستان او چین لوړو چارواکو د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره څو موافقې لاسلیک کړې.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان حکومتی رسنیو اعلان وکړ: دغه موافقې د پاکستان د لومړی وزیر محمد نواز شریف او د هغه د چینی هم رتبه لی که چیانګ په شتون سره د چین په پلازمینې بیجینګ کښې لاسلیک شوې.
د دواړو هیوادونو د لومړی وزیرانو په کتنه کښې محمد نواز شریف وویل چې هیواد یې د پاکستان او چین د ګډ اقتصادی کوریډور د زر تر زره تکمیلولو لپاره ځانګړی لومړیتوب ورکوی.
د پاکستان لومړی وزیر محمد نواز شریف په نړیواله ناسته کښې د ګډون لپاره چې ټاکل شوې تر دوو ورځو دوام ومومی، د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ پرون بیجینګ ته ورسید.