د ایران کونسلر له پاکستان سره د مرستې لپاره خپل چمتوالی وښود
د پاکستان د خیبرپختونخوا صوبې په پیښور ښار کښې د ایران کونسلر وویل: ایران تل په سیمه کښې د سولې او ثبات د پیاوړی کولو او په پاکستان کښې د امنیت او آرامښت د ټینګولو غوښتونکی پاتې شوی او چمتو دی څو د پاکستان له اقتصادی پرمختګ سره مرسته وکړی.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان په پیښور کښې د ایران کونسلر محمد باقر بیګی له ایرنا سره په خبرو کښې، د ګازو په صادراتو کښې د چټکتیا او د صادراتی بریښنا د اندازې د زیاتولو وړاندیز په همدې لړ کښې وباله او جوته یې کړه: د ایران او پاکستان د خصوصی برخې د یوې اصلی غوښتنې په توګه په خپلو کښې د بانکی راکړو ورکړو په پیلیدا سره چې په دې اړه موافقه هم شوې، دغه بهیر به پیاوړی شی.
هغه همداراز وویل: د ایران اسلامی جمهوریت تل د سیمه ایزو هیوادونو تر مینځ د ملګرتیا د پیاوړتیا له لارې په سیمه ایز ثبات پسې پاتې شوی او باوری دی، سولې او ثبات ته د رسیدا یواځینۍ لاره د ایران او پاکستان په شمول د سیمه ایزو هیوادونو ملګرتیا ده.