د پاکستان وزیراعظم د چین او ترکیې له مشرانو سره وکتل
د نواز شریف او شي جین پینګ په کتنه کښې د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور موضوع د خبرواترو اصلي چورلیز و او دواړو لورو د دې سترې اقتصادي طرحې په اجرا کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان وزیراعظم چې د (یو کمربند، یوه لاره) یا (بیلټ اینډ روډ فورم) په نړیواله غونډه کښې د ګډون په موخه بیجنګ ته تللی دی، د دغه هیواد له ولسمشر او وزیراعظم او همداشان د ترکیې له ولسمشر سره یې وکتل او د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف نن د چین له ولسمشر شي جین پینګ او وزیراعظم لي که چیانګ او همداشان د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي او له چین او ترکیې سره د پاکستان د دوه اړخیزو ملګرتیاو د پراختیا او همداشان د اړیکو له مخکښې نه د زیاتې پراختیا لارې چارې یې وڅیړلې.
د نواز شریف او شي جین پینګ په کتنه کښې د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور موضوع د خبرواترو اصلي چورلیز و او دواړو لورو د دې سترې اقتصادي طرحې په اجرا کښې په چټکتیا ټینګار وکړ.
د چین له وزیراعظم او د دغه هیواد د کابینې له ځینو لوړرتبه چارواکو سره د نوازشریف او ورسره پلاوي په کتنه کښې د ټرانسپورټ او د پاکستان د ګوادر بندر د پراختیا لپاره د فني او اقتصادي ملګرتیا د زیاتوالي په لړ کښې د ملګرتیا څو سندونه لاسلیک شول.