پاکستان په کشمیرکې دانسانی غمیزې په باب ملګروته خبرداری ورکړ
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ دپاکستان په بهرنیو چارو کې د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز ملګروملتو ته په یوه لیک لیږلو سره په همداوروستیو کې په کشمیر سیمې کې د هندی عسکرو ورانکارو فعالیتونو په زیاتیدو په ټینګار سره وویل، غوره ده ملګری ملتونه دې زر ترزره د دغې موسسې دمنشور اوپریکړو په اساس دکشمیر دشخړې حل په جدیّت سره تعقیب کړی او پر هندی حکومت په دې اړه دباؤنه زیات کړی .
سرتاج عزیز په دغه لیک کې لیکلی دی ، هندوستان د دغه هیواد ترکنټرول لاندې دکشمیریانو دنفوسو دجوړښت په بدلولو پسې دی او دمسلمانانو داکثریّت په اقلیّت دبدلولو هڅه کوی .
ملګروملتو له دې مخکې له هنده غوښتی وو څو د دغه هیواد ترکنټرولاندې کشمیر کې دې د ټولنیزو رسنیو او چینلونو بندیزونه ختم کړی .
هندی حکومت پر کشمیری اعتراض کونکو ددباؤ دزیاتولو او همداراز د دغې سیمې دمظلومو خلکو دځپنې دخبرونو دسنسر کولو لپاره کابو یوه میاشت کیږی چې د دغې سیمې پر درستو ټولنیزو چینلونو اورسنیو ئې پابندیانې لګولی او هر ډول خبرونه سنسر کوی .
مظلوم کشمیری مسلمانان ، چې له کلونو کلونو راهسې دهندی پوځ په دباؤ کې دساډوبۍ ژوند تیروی ،دټولنیزو چینلونو او رسنیو په وسله دهندی پوځیانو په وسیله دمظلومو خلکو پیغامونه او دهغوی دجنایتونو خبرونه دنړۍ نورو رسنیو ته رسوی څو دهندی عسکرو غیر انسانی او غیراخلاقی کارونه اوجنایتونه د نړۍ خلکو ته وړاندې کړی او خپله چغه هم دبشری حقوقو نړیوالو ادارو مشرانو او داسلامی هیوادونو واکوالانو غوږونو ته ورسوی .