پاکستانی چینلونه د احسان الله احسان ویډیوګانې خپرولې شی
د اسلام اباد محکمې په یو عجیبه اقدام کې د پاکستان د طالبانو د پخوانی ویندویی احسان الله احسان د ویډیو ګانو د خپرولو اجازت ورکړ.
د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې د اسلام اباد لوړې محکمې په دغه حکم کې د پاکستان ټولو خصوصی چینلونو ته اجازه ورکړې چې د دغه ترهه ګر ویډیو خپره کړی.
دا په داسې حال کې دی چې دغه خطرناک ترهه ګر د افغانستان په پولو کې له نیول کیدو وروسته خپلو ویجاړوونکو اقداماتو ته اشاره وکړه او جیو نیوز چینل هم له هغه سره خصوصی مرکه خپره کړې وه .
د دغه ویډیو له خپریدو ورسوته د پاکستان ډیرو ګوندونو له یوه ترهه ګره د اتل په جوړولو اعتراض وکړ.د محکمې د دغه حکم مطلب دا دی چې خصوصی چینلې د د غه ترهه ګر د تبلیغ او لویولو ټولې ویډیو ګانې خپرولی شی.
د پاکستان حکومت په یو بل اقدام کې یوه جینۍ نورین لغاری چې ټاکل شوې وه په یوې حملې کې ترې کار واخستل شی په اتلې بدله کړه او هغې ته یې د دختر ملت نوم ورکړ.
احسان الله احسان په پاکستان کې په لسګونو حملو کې تر اوسه په سلګونو کسان وژلې دی.