ایا ډیورینډ کرښه په افغانستان کښې د ترهګرۍ اصلی علت دی .؟
-
وخت رارسیدلی دی چې د ډیورینډ کرښې په رامینځته کولو کښې تاریخي غلطۍ جبران شي او د تاریخي حقایقو پراساس دغه سرحدي کرښه له سره نوي کړې شي .
زمونږ خبریال وایی داروپا دپارلمان مرستیال ښاغلی ریچارډ چارنسکی له بیزنیس اسټینډر مجلې سره په مرکه کښې د ډیورینډ کرښې(Durand Line) په باره کښې د اروپا او دامریکا د بیا کتنې دغوښتنې په ترڅ کښې ویلی دی اوس وخت رارسیدلی دی چې د ډیورینډ کرښې په رامینځته کولو کښې تاریخی غلطۍ جبران شی او د تاریخی حقایقو پراساس دغه سرحدی کرښه له سره نوی کړې شی .
داروپا دپارلمان مرستیال ریچارډ چارنسکی زیاتوی د افغانستان او دپاکستان ترمینځ ډیورینډ کرښه دترهګرۍ په مرکز بدله شوی ده .
پردې اساس ضروری ده امریکا او اروپا په افغانستان کښې د دایمی صلحې د رامینځته کولو لپاره خپل سیاست او دریځ بدل کاندی .
داروپا دپارلمان مرستیال ښاغلی ریچارډ چارنسکی وویل پاکستان ددې لپاره چې په ډیورینډ کرښه کښې بره لاس ولری په سیمه کښې لاسوهنو او د بې ثباتۍ رامینځته کولو ته دوام ورکوی .
هغه دغه راز وایی لویدیځ هیوادونه ددغه جعلی سرحد لپاره خپل دریځ بدل کړی او د تاریخی حقایقو پراساس پخوانی سرحد احیا کړی او هغه سیمې چې دانګلستان لخوا په زور سره چې هغه وخت دهند په لوې وچې واکمن وو له افغانستان څخه جلا شوی وې او له هندوستان سره ضمیمه کړې شوی وې باید افغانستان ته بیرته ورکړل شی .
هغه دغه راز په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې د سپتمبر د یولسمې(۱۱) نیټې د پیښې دیادونې په ترڅ کښې وویل دغه پیښه د لویدیځو هیوادونو لپاره دخطر یوه(۱) ټلۍ وه خو لویدیځ هیوادونه ددې پرځاې چې د خطر ددغه ټلۍ غږ واوری خپل پوځیان افغانستان ته واستول او اجازه یې ورنکړه چې مشکل له دې زیات ژور نشی .
داروپا دپارلمان مرستیال ښاغلی ریچارډ چارنسکی وویل له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې په افغانستان کښې زیات پوځیان وژل شوی دی او دغه وژله به دوام ولری .
پردې اساس اوس وخت رارسیدلی دی چې د ډیورینډ کرښې په باره کښې د تاریخی غلطۍ په ارتباط خپل سیاست اصلاح کړو .
چارنسکی باوری دی چې په افغانستان کښې په جنګ د میلیارډونو یورو د استعمالولو پرځاې باید په ډیورینډ کرښې کښې بیا کتنه وشی .
هغه وویل ډیورینډ کرښه په ۱۸۹۳ میلادی کال کښې دانګلستان لخوا رامینځته شوه چې په نتیجه کښې یې دافغانستان زیاته خاوره چې اوس په پاکستان کښې ورته د بلوچیانو او پښتنو سیمې ویل کیږی دهند په لوې وچې واکمن هیواد انګلستان ته وسپارل شوې .
داروپا د پارلمان مرستیال ښاغلی ریچارډ چارنسکی وویل پاکستان د ډیورینډ کرښې په خاطر تل په کابل کښې له ثبات لرونکی او پیاوړی حکومت سره مخالفت کړی دی .
هغه وویل په پاکستان کښې د پښتنو او بلوچیانو سیمې په قصدی ډول شاته ساتل شوی دی او ددغو سیمو قبایل یې له یوبل سره په جنګ اچولی دی او دهغوې ترمینځ یې د سرزوری زمینه برابره کړی چې اسلام اباد خپلو ستراتژیکو هدفونو ته ورسیږی .
داروپا د پارلمان مرستیال ښاغلی ریچارډ چارنسکی دغه راز په اسلام اباد کښې د طالبانو دپخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په قول هم ویلی دی پاکستان له ۱۹۹۶ میلادی کال راهسې تر ۲۰۰۱ میلادی کال پورې په پرله پسې ډول کوشش کړی دی چې طالبان د ډیورینډ کرښه په رسمیت وپیژندی خو طالبان دپاکستان غوښتنې ته تسلیم نشول .
هغه په ډیورینډ کرښې کښې د پاکستان لخوا د پوځی تاسیساتو دیره کول او د ازغن جال لګول او په سپین بولدک او تورخم سرحدی سیمو کښې د جنګ رامینځته کول د ډیورینډ کرښې په رسمیت دپیژندلو لپاره د پاکستان لخوا یوه(۱) هڅه وبلله .
دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه د پاکستان په پیښور کښې د نیوز ورځپاڼې د بیوروچیف ښاغلی رحیم الله یوسفزی نظر دټیلی فون په لیکه معلوم کړی دی چې هغه په ځواب کښې دډیورینډ کرښې په موضوع په غور دنیوکې په ترڅ کښې وویل د ډیورینډ کرښې د رامینځته کیدا اویا (۷۰)کلونه تیریږی او که چیرې لویدیځو هیوادونو غوښتلی نو دهند له لوې وچې د انګلستان د وتلو او د پاکستان د جوړیدا په وخت یې دغه مسله مطرح کولای او هغه سیمې چې افغانستان یې د مالکیت ادعا کوی دغه هیواد ته بیرته ورکول کیدلای خو اوس د اویا(۷۰) کلونو په تیریدا سره ډیورینډ کرښه نور د پاکستان لپاره دیوه نړیوال سرحد په توګه په رسمیت پیژندل شوی ده او انګلستان ، امریکا او ټول هیوادونه ډیورینډ کرښه د نړیوال سرحد په توګه پیژندی او د پاکستان د پښتون او بلوچ میشته سیمو کلتور پاکستانی دی او که چیرې افغانستان یا بل کوم هیواد دغه مسلې ته لمن ووهی دافغانستان مسله به نور هم پسې خرابه شی .
دپاکستان دغه مشهور خبریال وویل پاکستان به هیڅکله له پښتون او بلوچ میشته سیمو چې افغانستان یې ادعا کوی تیر نشی .
دپاکستان په پیښور کښې دنیوز ورځپاڼې بیورو چیف رحیم الله یوسفزی دغه راز دترهګرۍ مسلې ته چې داروپا دپارلمان دمرستیال ښاغلی ریچارډ چارنسکی په وینا ډیورینډ کرښه د ټروریزم په مرکز بدله شوی ده وویل ترهګرۍ له تیرو اتو دیرشو (۳۸)کلونو راهسې په لومړی پړاو کښې په نولس سوه اتیایمې(۱۹۸۰) میلادی لسیزې کښې په افغانستان دشوروی په پوځی یرغل او په دوهم(۲) پړاو کښې په افغانستان باندې دیویشتمې(۲۱) میلادی پیړۍ په لومړۍ لسیزې کښې دامریکا او د لویدیځ په حملې سره موجوده ده .
دپاکستان دغه وتلی خبریال رحیم الله یوسفزی وویل ترهګرۍ په یوه داسې اوزار بدله شوی ده چې امریکا له هغې خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره استفاده کوی .
په پیښور کښې دنیوز ورځپاڼې بیوروچیف رحیم الله یوسفزی وویل امریکا په ایران او پاکستان د دباو د راوړلو او ددغو دوو(۲) هیوادونو د کنټرولولو او د چین او د روسیې د پرمختګ دمخه دنیولو په شان هدفونو ته د رسیدا لپاره له ترهګرۍ سره دتش په نامه جنګ ته دوام ورکوی .
هغه زیاته کړه امریکا د اسلامی هیوادونو د ویشلو نیت لری او زیاته یې کړه لویدیځ ، عرب او ځینې اسلامی هیوادونه له بده مرغه په دغه سلطه غوښتنې کښې له امریکا سره مرسته کوی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د اپریل دمیاشتې پینځلمسه نیټه