دپاکستان په خیبرپختونخواه کې نور څلور خطرناک اوجنایتکار ترهه ګرپانسی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47724-دپاکستان_په_خیبرپختونخواه_کې_نور_څلور_خطرناک_اوجنایتکار_ترهه_ګرپانسی_شول
زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ د عمومی اړیکو ادارې آئی ایس پی آز دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، دغه څلور واړه جنایتکار د طالبانو ډلې فعال غړی وو او دپآکستان دپوځ ،امنیتی مامورانو ،تعلیمی ادارو ، عامو ځایونو او دشخصیتونو په ترور اوبم چاودنو کې شریک وو او په ځینو جنایتونو ئې اعترافونه هم کړی وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2017 13:15 Asia/Kabul
  • دپاکستان په خیبرپختونخواه کې نور څلور خطرناک  اوجنایتکار  ترهه ګرپانسی شول

زمونږخبریال داسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دپاکستان دپوځ د عمومی اړیکو ادارې آئی ایس پی آز دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دی ، دغه څلور واړه جنایتکار د طالبانو ډلې فعال غړی وو او دپآکستان دپوځ ،امنیتی مامورانو ،تعلیمی ادارو ، عامو ځایونو او دشخصیتونو په ترور اوبم چاودنو کې شریک وو او په ځینو جنایتونو ئې اعترافونه هم کړی وو.

په دغې اعلامیې کې ویل شوی  دغه کسان  د خیبر پختونخواه صوبې په جیلونو کې  په دار ځړول شوی دی  په دغو کسانو کې  چې  پانسی شوی دی ،  احمد علی  دبخت کرم زوی ،  اصغر  خان  د عزیز الرحمن زوی ،هارون الرشید  و سیدعثمان زوی او  ګل رحمن  دزرین زوی   شامل دی

داپه داسې حال کې دی چې  د سیمې ډیری سیاسی اوامنیتی چارو کارپوه په دې اند دی چې  که دپاکستان سیاسی ،پوځی اوقضائی چارواکی  دترهه ګرو  دسزاکولو لپاره جدی ګامونه پورته کړی ،نو  د دغه هیواد ولس به ډیر   دترهه ګرو او جنایتکارو له  غیر انسانی  اقداماتو په آمان کې  ژوند وکړی او دغه هیواد به دامنیت اوثبات مخ ووینی .