پاکستان د افغانستان حکومت ته اعتراض وکړ .
-
افغانستان تل دا وایې چې دپاکستان پوځ او جاسوسۍ اداره ايي ایس ايي د کابل په شمول دهیواد په اکثرو بم چاودنو او حملو کښې لاس لري .
زمونږخبریال وایی دپاکستان حکومت پرون په اسلام اباد کښې د افغانستان د سفارت مرستیال خارجه وزارت ته احضار کړ او دافغانستان دامنیتی ادارو لخوا په کابل کښې د پاکستان د سفارت د دوو(۲) ډیپلوماټانو دنیولو په اړه یې ورته اعتراض وکړ .
دپاکستان خارجه وزارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل په اسلام اباد کښې دافغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی شوی او ورته ویل شوی چې په کابل کښې دپاکستان دسفارت ددوو(۲) چارواکو نیول د ویانا دکنونشن دډیپلوماټیکو اړیکو دقانون ښکاره خلاف ورزۍ ده .
دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل په کابل کښې دپاکستان د دوو (۲)ډیپلوماټانو نیول د دواړو هیوادونو د ورورګلویزو اړیکو د روح پرضد چاره ده .
دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت وویل مونږ دافغانستان له حکومته غواړو چې دپاکستان د سفارت د ډیپلوماټانو او د سفارت د ودانۍ د امنیت او حفاظت د تضمین لپاره سمدستی ګامونه پورته کړی او دغه ډاډ ورکړی چې په راتلونکی کښې دا ډول پیښې رامینځته نشی .
افغانستان تل دا وایې چې دپاکستان پوځ او جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی د کابل په شمول دهیواد په اکثرو بم چاودنو او حملو کښې لاس لری .