دپاکستان لومړی وزیر ځان ته زمری وایی .
May 18, 2017 01:47 Asia/Kabul
-
هغه کسان چې دخلکو سرونه پرې کوي او هغه کسان چې سرونه یې پرې کیږي دواړه لا اله الله کلمه وايي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری وویل لومړی وزیر نوازشریف ځان ته شیر وایی خو زمری درنده وی او هر کمزوری ځناور او څاروی خوری .
هغه وویل دترهګرۍ پرضد جنګ کښې مسلمانانو ته تاوان رسیږی او په موجوده جنګ کښې دبې کوره شویو خلکو هیڅوک تپوس نه کوی .
دپاکستان پخوانی ولسمشر اصف علی زرداری وویل هغه کسان چې دخلکو سرونه پرې کوی او هغه کسان چې سرونه یې پرې کیږی دواړه لا اله الله کلمه وایی او دځینو کم عقله کسانو په وجه په پاکستان جنګ ورتپل شوی دی .