زوړ ښکاری او نوی دام
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47860-زوړ_ښکاری_او_نوی_دام
د سعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف د غړو هیوادونو غونډه راتلونکې اونۍ د دغه هیواد په پلازمینه ریاض کښې ترسره کیږی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 19, 2017 09:30 Asia/Kabul
  • زوړ ښکاری او نوی دام

د سعودی عربستان په مشرۍ پوځی ائتلاف د غړو هیوادونو غونډه راتلونکې اونۍ د دغه هیواد په پلازمینه ریاض کښې ترسره کیږی.

د سعودی رژیم له قوله د خپرو شویو خبرونو له مخې د یاد پوځی ائتلاف ټولو غړو هیوادونو مشرانو ته په دغه غونډه کښې د ګډون بلن لیکونه لیږدول شوی دی. د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ته هم په کابل کښې د عربستان د سفارت د شاذدافیر له لارې د سعودی ائتلاف په راتلونکې غونډه کښې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د سعودی پوځی ائتلاف په غونډه کښې د ګډون لپاره د دغه ائتلاف د ډیرو غړو هیوادونو مشرانو په دغه غونډه کښې د ګډون چمتووالی، په هغې کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګډون په وجه دی او غواړی چې دوی له ټرمپ سره ملاقات وکړی. د امریکې د ملی امنیت د سلاکار جنرال مک مسټر په وینا، ډونلډ ټرمپ به له خپلو عربی او اسلامی ملګرو په کلکه وغواړی چچې په سیمه کښې د امنیت د تامینولو لپاره جرأت مندانه اقدامات وکړی. مک مسټر که څه هم په ظاهره ویل چې ټرمپ به له عربو او اسلامی هیوادونو څخه د داعش او القاعدې خلاف د اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړی خو په عین حال کښې یې څرګنده کړه چې په سیمه کښې له خپلو عربو او مسلمانو ملګرو د ټرمپ غوښتنه به له ایران او سوریې سره مقابله وی.

د امریکې د ملی امنیت سلاکار همداشان سعودی عربستان، تل ابیب او واټیکان ته د ټرمپ سفر د اسلام، یهودیت او عیساییت په تمدنونو سره دریو الهامی مذهبونو ته سفر وباله او ویې ویل: ټرمپ به د دغو دریو دینونو له مشرانو وغواړی چې پخپلو کښې د ملګرتیا او غږملتیا یوه فضا رامینځته کړی.

مک مسټر دا خبره په داسې حال کښې کوی چې په ۲۰۰۱ کال کښې د امریکې د هغه و خت د ولسمشر زوی جارج بش د ولسمشرۍ په دوران کښې خپله امریکایانو د اسلام خلاف د جنګ اعلان وکړ او دغه جنګ یې له افغانستانه پیل کړ.

د مک مسټر له خبرو دا اخیستون کوی شو چې د عربی-اسلامی هیوادونو له مشرانو د امریکې غوښتنې بلکې حکمونه به بې زیات شی او ممکنه ده په رسمیت د صهیونیسټی رژیم د پیژندنې موضوع هم مطرح شی، لکه څنګه چې په پاکستان کښې د پرویز مشرف د حکومت په وختو کښې په دې لړ کښې د اسلام آباد او تل ابیب ترمینځ د پردې ترشا خبرواترو زمینه پیل شوې وه خو وروسته بیا بنده شوه، او اوس ممکنه ده د دې پروژې د بیاپیلولو هڅه وشی او عرب هیوادونه چې له صهیونیسټی رژیم سره په ډاګه سیاسی او سوداګری اړیکې لری او ممکنه ده چې د مسلمانانو د غبرګونونو په وجه په رسمیت د صهیونیسټی رژیم د پیژندلو پروسه په پټه او محرمانه توګه ترسره شی.

اوس به ولیدل شی چې ټرمپ د عربی او اسلامی هیوادونو له مشرانو سره په کتنو کښې په دې لړ کښې څومره کامیاب شی او په بدل کښې به هغه د دغو هیوادونو له مشرانو سره کومې ژمنې وکړی.

دا چې د عربستان په مشرۍ د پوځی ائتلاف سرمشریزه او همداشان خپله دا ائتلاف به کومې پایلې ولری، ښه به وی چې د (نوی دام او زوړ ښکاری) تر عنوان لاندې یوه مقاله کښې د پاکستان د مشهور لیکوال او خبریال حامد میر څرګندونو ته اشاره وکړو چې د دغه هیواد د جنګ ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کښې چاپ شوې دی. حامد میر لیکی: د یوې داسې پیښې خطر ترسترګو کیږی چې په خواشینۍ سره د یو داسې سیاسی او سټراټیجۍ په غبرګون کښې به رامینځته شی چې د پاکستان پارلیمان یې د مخنیوی هڅه وکړه خو منتخب حکومت او قدرتمنو ادارو (چې اشاره یې د پاکستان د پوځ اطلاعاتی ادارې آیی، ایس، آیی ته وه) د پارلیمان ملګرتیا ونه کړه او پاکستان یې د یو داسې ائتلاف قومندانۍ ته مجبور کړ چې کنټرول یې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لاس کښې دی.

حامد میر لیکلی چی د ټرمپ بهرنی سفرونه له سعودی عربستانه پیلیږی او په دغه سفر کښې به په سعودی عربستان باندې د میلیارډونو ډالرو د وسلو د خرڅون تړونونه اعلان شی. د دې خبرې ضرورت هم نشته چې دغه وسلې به د چا خلاف استعمال شی. په ظاهره ویل کیږی چې دغه وسلې به د ترهګرو خلاف وکارول شی خو  مونږ (پاکستان) باید خپل تاریخ ته یوه کتنه وکړی. پاکستان دې د یوې داسې سټراټیجۍ برخه نه شی چې په دغه هیواد کښې د تندلاریتوب او فرقه پالنې د زیاتیدو سبب شی. که مونږ په زرهاو ځله ووایو چې پاکستان به د یمن او عربستان په جنګ کښې د فریق رول ونه لوبوی او یا دا چې پاکستان به د ایران او عربستان د سره نزدې کولو هڅه وکړی خو حقیقت دا دی چې داسې هلې ځلې روانې دی چې پاکستان په زوره د یوې نړیوالې ډرامې سیټ ته ننباسی او ورڅخه د ټوپک په زور غوښتنه کیږی چې باید په دغه ډرامه کښې خپل رول ولوبوی خو د پاکستان لاسته به له شرمندګۍ پرته هیڅ رانه شی.

د ویلو ده چې پاکستان په سیټو، سنټو او د بغداد په تړونونو، له شوروی سره په جنګ او له ترهګرۍ سره د تشې نامې په جنګ کښې په بشپړه توګه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکې په واک کښې و.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*