پاکستان ادعا کوی چې افغانستان په دغه هیواد کښې ترهګرې حملې کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47930-پاکستان_ادعا_کوی_چې_افغانستان_په_دغه_هیواد_کښې_ترهګرې_حملې_کوی
پاکستان همداراز ادعا کوی چې افغانستان په خپله خاوره کښې ترهګرو ته روزنه ورکوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2017 09:40 Asia/Kabul
  • پاکستان ادعا کوی چې افغانستان په دغه هیواد کښې ترهګرې حملې کوی

پاکستان همداراز ادعا کوی چې افغانستان په خپله خاوره کښې ترهګرو ته روزنه ورکوی.

د ایکسپریس ټریبیون سایټ د راپور له مخې، د پاکستان پوځ اعلان وکړ: سپوږمکی انځورونه  او راپورونه د  دې ښودنه کوی چې د افغانستان طالبان د دغه هیواد له ختیځ څخه پاکستان ته نفوذ مومی.

د پاکستان  د پوځ  یوه قومندان هارون په پیښور کښې د خبریالانو په ټول کښې دا ادعا هم وکړه چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د حملو پلانونه کیږی.

هغه ټینګار وکړ: سپوږمکی انځورونه د دې ښودنه هم کوی چې د طالبانو یو قومندان عبدالوالی په ننګرهار کښې پروت دی او د ترهګرو حملو مشری کوی.

هارون  وویل: مونږ هیڅکله دا اجازه نه ورکوو چې د افغانستان د نا امنه کولو له لپاره د پاکستان له خاورې استفاده وشی.