د پاکستان د پښتنو یو مخور مشر عبدالرحیم مندوخیل وفات شو.
د پاکستان د بلوچستان صوبې له مرکز کویټې ښاره رارسیدلې راپورونه وایی چې د پاکستان تکړه سیاستوال، د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مرستیال مشر او د پاکستان د ولسی جرګې غړی ښاغلی عبدالرحیم مندوخیل له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د کویټې په روغتون کې ساه ورکړه
یادونه کوو چې ښاغلی عبدالرحیم مندوخیل له تهران ریډیو سره ډیرې مرکې کولې، تهران ریډیو په دغه لویې ضایعې د ارواښاد کورنۍ، او د پښتونخوا ملی عوامی ګوند ټولو مشرانو په تیره بیا ښاغلی محمود خان اڅکزی او ښاغلی رضا محمد رضا ته د زړه له کومی تسلیت وړاندې کوی او د هغوی لپاره له خدایه د فضل او جنت او د کورنۍ لپاره یې د صبر دعا کوی.