نواز شریف د پاکستان ملي ګټې له آل سعوده ځاروي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47974-نواز_شریف_د_پاکستان_ملي_ګټې_له_آل_سعوده_ځاروي
د پاکستان د سني تحریک نومي ګوند مشر په سیمه کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف په سیاستونو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2017 15:57 Asia/Kabul
  • نواز شریف د پاکستان ملي ګټې له آل سعوده ځاروي

د پاکستان د سني تحریک نومي ګوند مشر په سیمه کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف په سیاستونو نیوکه وکړه.

د سني تحریک مشر محمد ثروت اعجاز قادري وویل: محمد نواز شریف له آل سعود سره د خپل اړیکو په وجه د پاکستان ګټې تر پښو لاندې کړې دي او د دې هیواد د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف یې د پاکستان په ملي ګټو باندې په سترګو پټولو سره د یمن خلاف د آل سعود د جوړ کړي ائتلاف د قومندانۍ لپاره غوره کړ.

اعجاز قادري زیاته کړه: د پاکستان خلک او پارلیمان د راحیل شریف لخوا د سعودي ائتلاف په قومندانۍ کولو راضي نه وو ځکه چې د پاکستان خلک او سیاسي او مذهبي شخصتونه باوري دي چې اسلام آباد باید د یمن په جنګ کښې د مینځګړي رول لوبولی وی.

د پاکستان د سني تحریک مشر همداشان وویل چې د یمن خلاف د آل سعود جوړ کړی ائتلاف د امریکې په حکم جوړ شوی او پکښې د واشنګټن ګټې په نظر کښې ساتل شوې دي او همداشان د مسلمانو هیوادونو خلاف دی.