پاکستانی سنی عالم : د ټرمپ لاسونه د مسلمانانو په وینو ککړ دی
د پاکستان یو نامتو سنی عالم د آل سعود رژیم لخوا د خداے کور ته د ډونالډ ټرمپ چې لاسونه یې د مسلمانانو په وینو ککړ دی په دعوت کولو نیوکه وکړه.
قاری عبدالرحمان نورزی نن زمونږ له رېډیو سره په مرکه کښې وویل: د امریکې د ولسمشر په دعوت کولو کښې د سعودی دغه فېصله یو جنایت او جرم و چې د آل سعود ناروا واکمنانو تر سره کړ.
هغه زیاته کړه د اسلام په زرین تاریخ کښې مونږ داسې نمونه نه ده لرلې چې عربستان دې د کافرانو رهبر د خپلو مشکلاتو د هواری لپاره د خداے کور ته دعوت کړے وی او له هغه څخه دې د مسلمانانو د ختمولو او قتل عامه لپاره غوښتنه وکړی.
د پاکستان د بلوچستان صوبې دغه نامتو دینی عالم او خطیب همدارنګ څرګنده کړه: د ریاض غونډه چې هیڅ کامیابی یې نه لرله د اسلام د دښمنانو دسیسه او سازش ؤ او د مسلمانانو زړونه په دغه جنایت باندې دردېدلی دی.
قاری عبدالرحمان نورزی وویل:امریکه د قران او د اسلامی امت دښمنه ده او سعودی واکمنان د امریکې او برطانیې د لاس ګوډاګی دی او که د سعودی واکمنان د امریکې ملاتړ او غلامۍ ته دوام ورکړی نو خلق به دغه واکمنان نابود کړی.