پاکستانی سیاستوالانو په ریاض کښې ایرانی ضده دریځونه وغندل
May 23, 2017 11:01 Asia/Kabul
د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان د پنجاب صوبې عدلیې وزیر رانا ثناء الله د ریاض په وروستۍ غونډه کښې د ایران پر ضد د سعودی چارواکو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر څرګندونو نیوکه وکړه.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د ایران پر ضد د ټرامپ د څرګندونو په ردولو سره د پاکستان پر لومړی وزیر نواز شریف چې په دغه غونډه کښې یې ګډون کړی، نیوګه وکړه چې د ایران پر ضد د امریکا د ولسمشر د تورونو په وړاندې چوپه خوله ناست ؤ.
عمران خان زیاته کړه: ټرامپ ته پکار دی، دغو ادعاګانو ته د مخه کولو پر ځائ، په فلسطین او کشمیر کښې د بشری حقوقو د چخڼی کیدا په اړه ویناوې وکړی.