د پاکستان په کوئټه کښې دوه چینیان وتښتول شول
May 24, 2017 11:42 Asia/Kabul
دوه چینی ښاریز د پاکستان په کوئټه ښار کښې وتښتول شول
د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې ځای چارواکو وویل: دغه دوه چینیان نن په کوئټه ښار کښې نا پېژندل شویو کسانو وتښتول او تر اوسه چا کس یا ډلې د دغې تښتونې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې.
کوئټه ښار د پاکستان یو ډېر ناامنه ښار ګڼل کیږی چې پکې د خلقو تښتونه یوه د معمول چاره ده. له دې مخکې هم وسله والو کسانو د پاکستان په ګوادر بندر کښې د ګمرک په اداره باندې په حملې سره د دغې ادارې درې تنه تښتولی وو.
ټیګونه