د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن سرحدي لاره خلاصه شوه
د چمن د سرحدي لارې له پرانیستل کیدو وروسته اوس هغه مسافران او لارۍ چې د پاکستان او افغانستان په خاورو کښې لالهانده وو، د دغو دواړو هیوادونو له ګډې پولې اوړي.
د چمن په پوله کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو قومندان کیپټن عثمان نن وویل چې دغه سرحد د رمضان د مبارکې میاشتې د احترام په وجه او د اسلام آباد د ښه نیت ښولو لپاره پرانیستل شو.
یادونه کیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن سرحد د مۍ د میاشتې له دویمې نیټې څخه د ټولو مسافرو او ټرکونو لپاره بنده شوې وه.
د افغانستان د تجارت خونې اعلان کړی چې د دغې پولې د بندیدو په وجه افغان سوداګرو ته میلیون هاو ډالره زیان رسیدلی دی.
پاکستان وايي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو د وراوړیدو په وجه یې د چمن پوله بنده کړې وه.
اسلام آباد او کابل تل یو بل د ترهګرو په ملاتړ تورنوي.