د پاکستان د پوځ بودجه کابو لس فیصده زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48562-د_پاکستان_د_پوځ_بودجه_کابو_لس_فیصده_زیاتیږي
د پاکستان دفاعي او پوځي بودجه کابو لس فیصده زیاتیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2017 03:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ بودجه کابو لس فیصده زیاتیږي

د پاکستان دفاعي او پوځي بودجه کابو لس فیصده زیاتیږي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د نوي (۲۰۱۷-۲۰۱۸)  د مالي کال د بودجې لایحه د دغه هیواد د اقتصاد او د مالیې د چارو د وزیر لخوا ملي پارلیمان ته وړاندې شوه.

د دغې لایحې له مخې د پاکستان د پوځي او دفاعي برخې یعنې د پوځ بودجه د تیر مالي کال په پرتله نهه نیم فیصده زیاتوالی لري.

د پاکستان د نوي مالي کال د بودجې په لایحه کښې د دغه هیواد د حکومت وړاندیزي بودجه کابو څلور زره او اوه نیم سوه میلیارډ روپۍ ده چې کابو ۴۵ میلیارډه ډالر کیږي.

د پاکستان حکومت د نوي مالي کال د بودجې په لایحه کښې څه باندې ۹۲۰ میلیارډ روپۍ (اته میلیارډ او اوه سوه میلیون ډالر) خپلې دفاعي او پوځي برخې ته بیل کړې  دي.

د پاکستان مالي کال له جولايۍ میاشتې پیلیږي.